CRI Online
د لرغونی چين سياستمداران او متغکران

جوان ځه

جوان ځه د لاو ځه نه وروسته د کانفوسيوس د مکتب يو بل نماينده و او د قبل الميلاد نه په څلورمه پيړۍ کي د سون په مملکت کي وزيږيده . هغه د محلي ماموريت دنده په غاړه درلوده ، خو د سفر سره يي مينه درلوده او اشراف زاده ګان يي تحقيرول ، د څو مملکت پاچا ورڅخه وغوښتل چه د خپل هيواد د صدراعظم دنده په غاړه واخلي ،خو جوان ځه و نه منله او خپل ټاټوبي ته بيرته راتګ نه وروسته يي د وښو په واسطه د بوټونو په اوبدلو او د کانفوسيوس د تيوري په تبليغ بوخت شو .

تر اوسه پوري دده لخوا ليکل شوي درې ديرش مقالې پاتي دي او دده په نظر روحياتي أزادي د انسانانو دپاره تر ټولو ارزښتناکه ده ، نه ښه مادي ژوند او دروغجن حيثيت . د جوان ځه دغه افکار او غوښتنې په راتلونکو نسلونو باندي زياتې اغيزې واچولې او د انسان په ايډيالوژيکي تاريخ کي قيمتې روحياتي شتمني ګڼل کيږي .

پرته له دي نه دده لخوا ليکل شوي کتاب چه هغه هم د جوان ځه په نامه ياديږي ، د چين په ادبي تاريخ کي هم مهم مقام لري


1  2  3  4  5