CRI Online
د لرغونی چين سياستمداران او متغکران

کانفوسيوس

د چين د عنعنوي کلتور د ذکرولو په وخت کي به حتما کانفوسيوس ياديږي . د تيرې پيړۍ په اومه لسيزه کي د امريکې يو پوه د انسانانو په تاريخ کي د سلو مشاهيرو د ليکلو په وخت کي کانفوسيوس د پنځم لمبر مشهور شخص په نامه وباله ، خو د چينايانو په نظر د کانفوسيوس اغيزه تر ټولو نه لويه ده ځکه چه هر تن دده د تيوري تر لږې يا ډيرې اغيزې لاندي دی .

د دوو زرو کالو راهيسې د کانفوسيوس افکار نه يوازي د چين په سياسي او کلتوري برخو ، بلکې د هر چيني په رفتار او کردار باندي هم ستره اغيزه لري . د ځينو بهرنيو پوهانو په اند د کانفوسيوس افکار د چين د مذهبي افکارو په حيث ګڼل کيږي . په حقيقت کي د کانفوسيوس عقايد فقط په لرغونې زمانه کي د چين د زياتو عقايدو څخه شميرل کيږي او يو ډول فلسفي افکار دی ، نه مذهب . يوازي د چين د دوو زرو کالو په فيوډالي ټولنه کي د رسمي افکارو په توګه بلل کيدل . د کانفوسيوس افکار نه يوازي د چين په کلتور ، بلکي د اسيا د نورو هيوادونو باندي يي هم ژورې اغيزې اچولې . اوس چه په نړۍ کي زيات شمير چينايان اوسيږي ، نو د کانفوسيوس افکارو اغيزې نه يوازي په چين او اسيا کي بلکي په ټوله نړۍ کي هم خپري شويدي.

کانفوسيوس د قبل الميلاد په پنځه سوه يو پنځوس کال کي وزيږيده او په څلور سوه نهه اويايم کال کي مړ شو ، هغه د درې کلنۍ په وخت کي يي پلار مړ شو او ورپسې د خپلې مور سره د چين په ختېځه برخه کي د اوسني شان دونګ ولايت په چيو فو کي اوسيده . د کانفوسيوس د ژوند موده د چين په تاريخ کي د پسرلي او مني د دورې په نامه ياديږي چه په هغه وخت کي واحد هيواد په څو کوچنيو مملکتونو ويشل شوي وو او کانفوسيوس د لو نومي په مملکت کي ژوند کاوه چه د لو مملکت په هغه وخت کي ډير مترقي کلتور درلود .

کانفوسيوس د ماموريت لوړې پوړې ته و نه رسيده ، خو هغه ډير پوه و ، په لرغوني چين کي د ښوونې منل د اشراف زاده ګانو امتياز و ، خو کانفوسيوس دغه امتياز مات کړ او د بيلا بيلو طبقو څخه راغلي شاګردان يي ومنل څو چه دوي ته پوهه او خپلې سياسي غوښتني او اخلاقي افکار ورزده کړي ، د تاريخي کتاب لمخې کانفوسيوس درې زره تنه شاګردان درلودل چه څو تنه شاګردان يي په مشهورو پوهانو بدل شول او دده افکار يي پراخ او خپاره کړل .

ولي د کانفوسيوس تيوري د چين په فيوډالي زمانه کي تر احترام لاندي وه ، په لنډ ډول ويل کيږي چه د طبقو او سياسي اصلاحاتو په باب دده افکار او غوښتني د

حاکمو طبقو له ګټو سره سم او د ټولنيزې أرامې او پرمختګ د تامين دپاره هم ګټورې وې . دده په نظر که ټيټه درجه مامور د لوړې پوړې مامور يا زوي د پلار په خلاف عمل وکړي ، سخته ګڼاه ده . دده د تيوري لمخې پاچا بايد په ښه توګه خپل هيواد اداره وکړي ، خلک بايد د چاپا وفا وکړي . هر څوک بايد په بيلا بيلو ځايونو کي په جدي توګه د دغو اصولو مراعات وکړي چه په دي توګه به هيواد ارام شي او د خلکو ژوند به ښه شي .

د کانفوسيوس تيوري په لومړي وخت کي د ټولنې د عمده افکارو په توګه و نه بلل شوه او د قبل الميلاد په دوهمه پيړۍ کي چين په داسي قوي او واحد هيواد بدل شو چه د دولت د متمرکز قدرت نظام پکي اجرا کيده . د وخت حاکمانو په نظر د کانفوسيوس تيوري د دوي د تسلط د ساتلو دپاره ډيره مساعده وه ، نو د دولت د رسمي افکارو په نامه ياديده .

هغه کتاب چه د کانفوسيوس او دده د شاګرانو ترمنځ د مذاکراتو له لاري دده افکار او د قصار کلمات ثبت شوي ، د لون يون په نامه ياديږي او په لرغوني زمانه کي د مسيحيانو يا مسلمانانو د مقدسو کتابونو په شان وبلل شو . په دي کتاب کي د مطالعې ، موزيک ، سياح او انساني روابطو په باب د قصار کلمات ليدل کيږي . د مثال په توګه د کانفوسيوس يو شاګرد چه ځه ګون نوميده ، پوښتنه وکړه چه که د اردو ، غله جاتو او خلکو څخه بايد يو وايستل شي ، هغه څه دی ؟ کانفوسيوس بي له ځنډه ځواب ورکړ چه اردو . د بل مثال په توګه په دي کتاب کي داسي معقوله شته چه وايي د هرو درو تنو څخه به حتمأ زما ښوونکې شته . مانا يي دا ده چه هر تن خپلې ښيګڼې لري او د نورو د زده کړي وړ دي .


1  2  3  4  5