CRI Online
د لرغونی چين عالمان

دارو پيژندونکي لي شه جن

د چين عنعنوي طب لرغوني تاريخ لري او په دي هکله زيات شمير مشهور ډاکتران رامنځته شول . په شپاړسمه پيړۍ کي د چين د مين په سلسله کي د نامتو دارو پيژندونکي لي شه جن لخوا د طبي بوټو د پيژندلو په باب کتاب تاليف شو.

لي شه جن د مرکزي چين د هو بي ولايت د چي نومي په سيمه کي وزيږيده چه په دي سيمه کي ډير طبي بوټي پيدا کيدل . د لي شه جن پلار يو ډاکتر و او په غرونو کي يي د طبي بوټو د لاس ته راوړلو دپاره هم کله نا کله لي شه جن ووړ چه په دي وجه لي شه جن د طبيعت سره زياته علاقه پيدا کړه . خو په هغه وخت کي د ډاکتر مقام ډير ټيټ و او دده پلار وغوښتل چه زوي يي حکومتي دنده په غاړه واخلي .

په پنځلس سوه يو ديرشم کال کي لي شه جن په لومړي امتحان کي بريالي شو ، خو وروسته د درو ځلو دپاره په درباري امتحان کي ناکام شو ، نو د خپل پلار سره يي په طبي علومو مطالعه وکړه او د غريبو خلکو دپاره يي د ناروغيو علاج وکړ . د يوه ښه ډاکتر د ګرزيدو دپاره لي شه جن له کب نيونکو، ښکارچيانو ، بزګرانو او د طبي بوټو خرڅوونکو څخه د ناروغيو د علاج دپاره ډير زيات هغې نسخې راغونډې کړې چه د ولسونو په منځ کي مروج وې .

په پنځلس سوه يو پنځوسم کال کي لي شه جن په يو مشهور ډاکتر بدل شو . يوه ورځ د څو نومي مملکت د پاچا زوي په حادي ناروغۍ اخته و او د لي شه جن د علاج نه وروسته ژر جوړ شو ، نو پاچا ډير خوشحاله شو او لي شه جن په درباري روغتون کي د يوه ډاکتر په توګه وګمارل شو . په هغه وخت کي پاچا د داويزم په دين باندي عقيده درلوده او خوشي يي غوښتل چه مړ نه شي . په درباري روغتون کي ډاکتران هم په دي عقيده وو چه په نړۍ کي د نه مړه کيدو درمل موجود دي . لي شه جن په درباري روغتون کي د عامو خلکو سره د مرستې په هکله د خپلې أرزو د نه تر سره کيدو له امله له خپلې وظيفې څخه استعفا وکړه او بيرته خپل ټاټوبي ته راستون شو او په مداومه توګه يي د ناروغانو دپاره خدمت وکړ .

د ناروغانو د علاج په بهير کي لي شه جن په دارونامه کي زياتې غلطې او نيمګړتياوې پيدا کړې او حتی پوچ او بي معني نظريات هم شامل شول . نو لي شه جن په پنځلس سوه دوه ويشتم کال کي چه عمر يي پنځه ديرش کاله وو، د طبي بوټو د خلاصې په تاليف پيل وکړ.

هغه د نوي خلاصې د تاليف دپاره اته سوه طبي اثار او لرغوني کتابونه ولوستل او د خپلو راغونډ شويو مدارکو سره سم يي درې لوي اصلاحات تر سره کړل او د خپلې ټولې کورنۍ د ديرشو کالو د کوششونو له برکته يي په پنځلس سوه اته اويايم کال کي د طبي بوټو داسي لويه خلاصه ترسره کړه چه د يو زرو اتو سوو دوه نويو ډولونو طبي بوټو او موادو او د يوولسو زرو نسخو په شمول پنځوس جلده لري ، دغه راز په دي خلاصه کي له زرو نه زيات تصويرونه هم ليدل کيږي چه لوستونکي د ډول ډول طبي بوټو او درملونو صورتونه په اسانه توګه پيژندلي شي . د لي شه جن خدمتونه په دي ډول وو چه هغه لومړي د طبي بوټو او د ژويو د هډوکو او ښکرونو او نورو برخو په باب ډولونه په سيستماتيک ډول ترتيب کړل چه دغه ډول سيستماتيکه طريقه دوه سوه کاله وروسته د اروپا نبات پيژندونکو يوازي په اوولس سوه يو څلويښتم کال کي وړاندي کړه . د طبي بوټو په دغه خلاصه کي نوي طبي مواد يا د ځينو طبي موادو اثرونه زيات شول او د پخوانيو ډاکترانو مبهم تشريحات او اشتباه ګانې هم سمې شوې . دوهم لي شه جن هم په پخواني طبي اسنادو او کتابونو کي خرافات وغندل ځکه چه په هغه وخت کي داويزم ډير رواج وموند او تاويستانو د جاودان عمر د طبي ګوليو د جوړولو تخنيک پروپاګند وکړ او په طبي ساحه کي يي ډول ډول خرافات خپاره کړل . لي شه جن د خپلو ساده مترياليستي نظريو په استعمالولو سره دغه غلطه تيوري رده کړه او و يي غندله .

لي شه جن په خپل ټول عمر د چينايانو طبي تجربې راغونډې کړې او د طبي بوټو خلاصه يي تاليفه کړه ، نو هغه د چين په لرغوني زمانه کي تر ټولو لوي درمل پيژندونکي بلل کيده . دده لخوا تاليف شوي خلاصه د اوولسمې پيړۍ څخه د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته خپره شوه او په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه شوه .


1  2  3