CRI Online
د لرغونی چين عالمان

د چين مشهور ستوري پيژندونکي جانګ هنګ

جانګ هنګ د مرکزي چين د هه نان ولايت د نان يانګ په ولسوالي کي وزيږيده او د کوچنيتوب په وخت کي يي له مطالعې سره ډيره مينه درلوده ، کله چه هغه اوولس کلن و ، له خپل ټاټوبي څخه سي ان ښار ته لاړ .هغه د ځواني په وخت کي د ستوري پيژندنې سره زياته علاقه درلوده او دوه واره يي خپله رسمي دنده استعفا وکړه ، هغه دري کاله د فلسفې ، رياضياتو او د نجوم په برخه کي څيړنې او مطالعې وکړې او د زياتو معلوماتو په راعونډولو سره يي کتابونه وليکل .

دوه زره کاله دمخه د چين دهان په سلسله کي د کيهان د جوړښت په باب تيوري ډول ډول وې او په عمده توګه په درو تيوريو ويشل کيده ، د جانګ هن په نظر أسمان د هګۍ او زمکه د هګۍ د ژيړ په شان ده ، أسمان له زمکې نه لوي او په اوبو کي لامبو وهي چه دغه تيوري په وخت کي ډيره مترقی وه . برسيره پردې د أسمان او زمکې د سرچينې او بدلون په باب د جانګ هن ځواب هم له دياليکتيکي مفکورې سره مطابقت لري .

جانګ هن نه يوازي د تيوري څيړنې ته ډير اهميت ورکړ ، بلکې په خپله يي هم د ستورو د موقعيت او د زلزلې د مشخصولو دستګاه وې ډيزاين کړې چه د زلزلې د مشخصولو دستګاه په نړۍ کي لومړي داسي دستګاه وه . په يو سلو اته ديرش کال کي جانګ هن په بريالي توګه د چين په شمال لويديځ ولايت کي يوه زلزله مشخصه کړه .

جانګ هن نورې زياتې نجومي پديدې تحليل کړې او دده د احصايي لمخې د چين په مرکزي سيمه کي تقريبأ دوه زره پنځه سوه ستوري ليدلی شوې ، دغه راز هغه اساسا د خسوف علت وموند او د لمر او سپوږمۍ تر منځ د زاويې قطر چه دده لخوا مشخص شوی ، هم ډير دقيق دی . دده په نظر لمر په سهار ، ماښام او غرمه يو شان دی ، که څه هم دده په نظر سهار او ماښام لمر د غرمې نه لوي دی ، خو په اصل کي يو شان لوي دی ، يوازي يو ډول روشنايي رول لری . سره له دې چه دده تشريحات بشپړه نه دې ، مګر تر يوې اندازې پوري دلايل لري .

جانګ هن يوازي يو ستوري پيژندونکي و ، بلکې يو مشهور اديب هم و ، پرته له دې نه دده د نقاشي فن هم ډير ښه و او د وخت د شپږو لويو انځورګرانو څخه شميرل کيده . د تاريخي اسنادو لمخې د جانګ هن لخوا ليکل شوي اثار دوه ديرشو ته ورسيدل چه په کي ستورو ته د سفر په باب يو علمي او خيالي داستان هم شامل و .


1  2  3