CRI Online
د اختر دودونه

د ٌ دوان وو ٌ اختر

د چين د زراعتی جنټری له مخی د پنځمې مياشتې پنځمه ورځ د ٌ دوان ووٌ اختر دی ، دا اختر د چين له عنعنوی پسرلنی اختر او د ٌ جونګ چيو ٌ په نامه د اتمې مياشتې د پنځلسمې ورځې له اختر سره يو ځای ٌ د چين درې لوی عنعنوی اخترونه ٌ ګڼل کيږی٠

په چين کښی د ٌ دوان وو ٌ د اختر د پيل په باب څو توضيحات شته٠ خو د اکثرو چينائيانو نظر دا دی چه دا اختر د لرغونی زمانې د هيواد پرست شاعر چيو يوان د يادونې دپاره ټاکل شويدی٠ شاعر چيو يوان په ميلادی دريمه پيړی کښی د ٌ چو ٌ په نامه د چين په يوه سلطنت کښی ژوند کاوه، کله چه د چيو يوان هيواد ٌ چو ٌ د دښمن د هيواد لخوا اشغال شو، هغه په غمجنه توګه خپل ځان د ٌ مي لو ٌ په نامه سيند ته وغورځاوه او مړ شو چه دا ورځ د پنځمې مياشتې پنځمه ورځ وه٠ وروسته له هغه د هر کال د پنځمې مياشتې په پنځمه نيټه چينائيان د شاعر چيو يوان د هيواد پرستۍ او سپيڅلۍ اخلاق د يادونې دپاره د باڼسو هغه نلونه چه له وريجو څخه به يی ډکول شو ، سيندونو ته به يی اچول٠ وروسته د باڼسو د دغو نلونو په ځای د ٌ ځونګ ځه ٌ په نامه د چين يو ډول ځانګړی خوراک رامنځ ته شويدی ٠

د ٌ ځونګ ځه ٌ خوړل د ٌ دوان وو ٌ د اختر د نمانځنې يو ډير مهم دود دی ٠ ٌ ځونګ ځه ٌ يو ډول داسی خوراک دی چه د باڼسو يا کړکو د پاڼو په وسيله د سريښناکو وريجو په پيچلو او د تارونو په وسيله په تړلو سره جوړيږی او بيا په جوشو اوبو کښی بخيږی٠ د دی اختر په بيګا د چين هر کور دغه ډول خوراکی شيان جوړوی٠ ٌ ځونګ ځه ٌ د يو ډول تحفې په توګه هم خپلوانو او دوستانو ته ورکول کيږی٠ پرته له ٌْ ځونګ ځه ٌ څخه د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی د دوان وو د اختر د نمانځنې دپاره نور زيات خوراکی شيان هم شته ، مثلأ د هيلۍ د مالګينو هګيو خوړل او د هغو شرابو څښل کوم چه پکښی د ريالګار په نامه يو ډول کانی مواد اچول کيږی٠ وايی چه دا شيطانان ليری کولای شی٠

د چين د جنوبی برخې د يانګځی سيند د منځنی او وروستنی ناوې په سيمو کښی د دوان وو د اختر د نمانځنې دپاره د ښامار د سر لرونکو بيړيو د چلولو سيالی هم پرځای کيږی٠ وايی چه دا دود هم د هيواد دوست شاعر چيو يوان سره اړيکی لری٠ د روايت له مخی، کله چه کليوال خبر شول چه چيو يوان سيند ته ځان واچوه، سمدلاسه يی د بيړيو په چلولو سره هغه ته نجات ورکړ٠ وروسته له هغه د ښامار د سر لرونکو بيړيو د چلولو د سيالی دود رامنځ ته شويدی٠ هر کال د دوان وو د اختر په ورځ کښی د سيندونو او جهيلونو په غاړو کښی زر ګونه زرګونه خلک د دی سيالی ننداره کوی او د اختر ستره غونډه رامنځ ته کيږی٠


1  2  3  4  5  6  7  8