CRI Online
د اختر دودونه

د ٌ يوان سياو ٌ اختر

د چين د زراعتی جنټری له مخی ، د هر کال د لومړی مياشتې پنځلسمه ورځ د ٌ يوان سياو ٌ په نامه د چين يو ولسی اختر دی چه دا اختر د چين له عنعنوی جشنونو څخه شميرل کيږی او د پسرلنی عنعنوی جشن د نمانځنې د فعالتيونو وروستی برخه هم ده٠ د دی ورځې شپه د چين د زراعتی جنټری له مخی د نوی کال لومړنی داسی شپه ده چه پکښی پوره سپوږمی ليدل کيږی٠ څرنګه چه د چين د فولکلوری عادت له مخی خلک د ٌ يوان سياو ٌ د اختر په شپه رنګارنګ څراغونه ځوړندوی٠ نو دا اختر د څراغ اختر هم نوميږی٠

د څراغونو کتل او د ٌ يوان سياو ٌ په نامه د چين د يو ډول خاص خوراک خوړل د ٌ يوان سياو ٌ د اختر د نمانځنې دوه عمده فعالتيونه دی٠ ولی د دی اختر په شپه څراغونه ځوړنديږی؟ وايی چه د قبلالميلاد په يو سلو اتيايم کال کښی د چين د لويديځ هان د سلسلې امپراطور هان ون دی د لومړی مياشتې په پنځلسمه ورځ په تخت کښيناست ، د دې پيښې د نمانځنې دپاره امپراطور هان ون دی دا ورځ د څراغ د اختر په حيث وټاکله٠ د هر کال په دی شپه امپراطور هان ون دی به له شاهی ماڼۍ څخه وت او له خلکو سره يو ځای به يی د ښادۍ فعاليتونه کول٠ په دی ورځ به په ٍټولو کورونو او لارو کوڅو کښی ډير زيات ښکلی څراغونه ځوړند وو تر څو چه ښاريان يی وګوری ٠ د قبلالميلاد په يو سلو څلورم کال کښی د ٌ يوان سياو ٌ اختر په رسمی توګه د هيواد په مهمو جشنونو کښی شامل شو او د ٌ يوان سياو ٌ د اختر د نمانځنې دود تر اوسه پوری لا هم دوام لری ٠

اوس په دی اختر کښی پرته د څراغونو له کتلو او د ٌ يوان سياو ٌ له خوړلو څخه نور زيات په زړه پوری هنری او سپورتی فعاليتونه هم پرځای کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8