د بيجنګ په اوپرا کې د لوبغاړو ويش
د چين د بيجنګ په اوپرا کې لوبغاړي په څلورو ډولو ويشل کيږي چينايان يې د شنګ ، دان ، جينګ /و چيو په نامه يادوي ٠
شينګ – د پوخ عمر لرونکي سړيو او ځوانانو څخه عبارت دي ، دوي عمومأ د ښه سړي او يا په اوپرا کې د امپراطورانو ، وزيرانو، جنرالانو، مارشالانو او د لوړو درجومامورينو رول لوبوي ٠
دان په اوپرا کې د ښځو عمومي نوم دی چې په اوپرا کې په دريو ډولو ويشل کيږي ٠
جينګ په اوپرا کې هغو سړيو ته ويل کيږي چې ځانګړي طبيعت لري او څيرې يې د نورو خلکو په نسبت هم د توجه وړ دي ٠
چيو په عمومي ډول هغه سړي بلل کيږي چې د ټولنې په ډيره ټيټه درجه کې ژوندکوي ،مثلأ په ټولنه کې عدالت غوښتونکي او زيرک سړی دي ٠
|