CRI Online
د چين د بيجنګ اوپرا

د بيجنګ داوپرا تاريخ

د چين د بيجنګ اوپرا د ختيځې نړۍ د اوپرا بل نوم نومول شوی دی ٠دا اوپرا بيخي او بالکل د چين ملي کلتور عصاره ده ، څرنګه چې نوموړي اوپرا په بيجنګ کې رامنځته شوې ده ، نو ځکه خلک ورته د بيجنګ اوپرا وايي ٠ د بيجنګ اوپرا څه دپاسه دوه سوه کاله تاريخ لري ،د بيجنګ اوپرا سرچينه د څو محلي اوپراوو څخه رامنځته شوې ده ، په تيره بيا د چين د ان خوي ولايت محلي اوپرا د بيجنګ د اوپرا د رامنځته کيدو دپاره ستر او مهم رول لوبولی دی ، په ١٧٩٠ کال کې د ان خوي د ولايت د اوپرا يو هنري هئيت د امپراطور د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې دپاره پايتخت بيجنګ ته راغی او ښه ننداره يې وښودله ، ورپسي د نوموړي ولايت زياتو هنري هئيتونه هم د نندارې د ښودلو دپاره د بيجنګ ښار ته هم راأغلل ٠ د شلګونو کالو د تيريدو نه وروسته د شلمې پيړۍ تر لومړيو وختونو پوري د بيجنګ اوپرا په اساسي ډول راممنځته شوه او په چين کې د لويو او مهمو اوپراوو څخه شميرل کيږي٠

د چين د بيجنګ په اوپرا کې پخوا څلورو تنو لوبغاړو ډير شهرت موندلی و چې دوي په جلا جلا توګه مۍ لان فانګ ، شانګ سياو يون ، چنګ يان چيو او سيون خوي شينګ نوميدل ،هنرمند مۍ لان فانګ په نړۍ کې هم ډير شهرت وموند ،

تصوير :څلور نامتو دان

د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د پيل کيدو نه راهيسي د بيجنګ اوپرا نوي ترقي هم موندلې ده ٠ هغه د چين د عنعنوي کلتوري او هنري عصارې په توګه د چين د حکومت قوي ملاتړ خاصل کړی دی ، دغه راز د بيجنګ اوپرا د چين او خارجي هيوادونو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې په بهير کې ډير ښه او مهم رول لوبولی او لوبوي يې ٠


1  2  3