CRI Online
د اوپرا کيسې

د جاو په نامه د کورنۍ پاتي ماشوم

د ميلاد نه دمخه له اتمې پيړۍ نه تر پنځمې پيړۍ پوري د جين په نامه ملوک الطوايفي کې دوه تنه وزيران وو چې يو يې جاو دون نوميده او د پاچا سره يې ډيره وفاداري درلوده او بل يې جنرال و چې تو ان ګو نوميده ، هغه د جاو دون سره دښمني درلوده او هميشه به يې غوښتل چې جاو دون ووژني ٠ يوه ورځ تو ان ګو د چلبازي په واسطه جاو دون وواژه ، خو د جاو دون کوچني زوي له وژنې څخه وژغورل شو او د جاو دون د يوه نژدې ملګري لخواچې چنګ اينګ نوميده پټ او وروزل شو ، کله چې نوموړي ماشوم لوي شو ، چنګ اينګ هلک ته يې د هغه د پلار او نورو خپلوانانو د وژنې غمجينه کيسه وويله ، نوموړي هلک نوموړي کيسه واوريدله قسم يې وخوړ چې حتمأ به د خپل پلار او کورنۍ دپاره د تو ان ګو څخه انتقام واخلي ٠ وروسته نوموړي هلک د خپلوانو او نورو ملګرو په مرسته انتقام واخيست ٠


1  2  3  4  5  6  7  8