CRI Online
د اوپرا کيسې

سوه لين نانګ

پخوا د چين د شان دونګ ولايت د دنګ جو په ښار کې يو بډاي تجار د سيوي سيانګ لين په نوم يوه لور درلوده ٠ پلار او مور يې ورسره ډيره مينه لرله ،کله چي سيانګ لين لويه شوه ، پلار او مور يې د خپلې لور دپاره زيات جهيزونه برابرکړل او مور يې خپلې لور سيانګ لين ته د سوه لين نان په نامه يوه وريښمينه کڅوړه ورکړه او پکې يې زيات قيمتي شيان کيښودلې و، کله چې د واده په ورځ سيانګ لين د ډولي په واسطه د زوم کور ته سپارله کيده ، د تګ په لاره کې ناڅاپه باران شو ، سيانګ لين او ددې نور خپلوان د باران څخه د ډډه کولو دپاره يوې برنډې ته ننووتل ،په دې وخت کې يوه بله ډولي هم دې برنډې ته ننووتله ، سيانګ لين وليدل چې دا يوه کوچنې او زړه ډولي ده او له هغې ډولي څخه يې د يوې ښځې د ژړا اواز واوريد، ، سيانګ لين د خپلې وينځې له لاري د ژړونکې ښځې څخه پوښتنه وکړه ، هغې ښځې چې جاو شو جينګ نوميده وويل څرنګه چې ددې کور ډير غريب دی ، مور يې لاپخوا مړه شويده ، پلار يې سپين ږيری دی او پيسې يې نه درلودې چې دخپلې لور دپاره جهيز برابرکړي ٠ هغه دا ويره لري چې په راتلونکي کې به يې خپل پلار د چا پاملرنه ترلاسه نه کړي ، سيانګ لين د ښځې جاو شو جينګ خبره واوريده ، ورسره يې د زړه له کومې د همکاري احساسات رامنځته کړې او د سوه لين نان وريښمينه کڅوړه يې چې پکې زيات قيمتي شيان موجود دي د تحفې په توګه جاو شو جينګ ته ورکړه ٠خو خپل نوم يې ورته نه دی ويلی ٠ کله چي باران ودريد ، دوي په جلاجلا توګه د خپل زوم کور ته ولاړې


1  2  3  4  5  6  7  8