CRI Online
د چين قديمی کتابونو او تصويرونو خوښول

تانګ اين او دده لخوا کښل شوي نقاشي

د چين د مين په سلسله کي يو مشهور نقاش په تانګ اين نوميده او څوارلس سوه اويايم کال کي د جنوبي چين د سو جو په ښار کي وزيږيده او په پنځلس سوه درويشتم کال کي مړ شو ، هغه نه يوازي په چين کي ډير نامتو نقاش و ، بلکې ښه ښه شعرونه يي هم وليکل .

دغه نقاشي چه نوم يي دی په خر بيرته کور ته ځي ، داسي منظره ترسيموي چه يو سړي په غرني لاره په خر سپرلي د خپل کور په خوا ځي . په ژوره دره کي د چينې اوبه بهيږي او ورباندي لرګين پل هم جوړ شويدي . يو سپين ږيري د لرګيو په وړلو له پل څخه تيريږي . په دي نقاشي کي د نقاش يو شعر هم ليکل شو او دغه نقاشي د نقاش تانګ اين د نقاشۍ کښلو د خصوصيت څرګندوي دی .

تانګ اين د خپل عمر په وروستي موده کي په بوديزم عقيده درلوده .


1  2