CRI Online
د چين قديمی مجسمی خوښول

د أس ميسي مجسمه چه پښه يي په يوې خڅۍ باندي کيناست

دغه مجسمه چه څلور ديرش اعشاره پنځه سانتي متره لوړوالي ، پنځه څلويښت سانتي متره اوږدوالي او لس سانتي متره پلنوالي لري ، د ختيځ هان په سلسله کي يعني دوه زره کاله دمخه جوړه شوه او د چين د لويديځ ولايت د ګان سو ولايت د وو وي ولسوالي د لي تاي له يوې مقبرې څخه موندل شوې اواوس د دي ولايت په موزيم کي ساتل شويده .

أس په لرغوني زمانه کي د جګړې ، حمل و نقل او پوست په ساحو کي ډيره چټکه او موثره وسيله ګڼله کيده . غښتلي او قوي سپاره عسکر د هان په سلسله کي د هيون قوم د تيري سره د مقابلې او د شمالي سرحداتو د ساتنې دپاره لازم نظامي تامين و ، نو په هغه وخت کي له أسونو سره د چينايانو مينې د تيرو دورو نه زياتې وې او أس د خپل ملت د حيثيت ، د هيواد د قوي والي او د خپلو خدمتونو د نښې په حيث بلل کيده چه په دي سبب د أس صورت د هان په سلسله کي د مجسمې جوړولو په شمول د لاسي صنايعو په اثارو کي ليدل کيدل په تيره بيا دغه ميسي مجسمه چه أس په يوې توتکۍ باندي د ځغلولو په حال کي دی ، په ټوله نړۍ کي شهرت لري .

دغه أس د چټک ځغلولو په حال کي دی چه سر يي لږ څه کوږ دی او يوازي ښي پښه په يوې الوتونکي توتکۍ باندي ږدي او د أس د غټ وجود څخه د أس د غښتلتوب څرګنديږي .

لنډه دا چه دغه مجسمه د هان په سلسله کي د مجسمه جوړونکي د عقل ، خيال ، روماتيکې روحيې او لوړ هنر او تخنيک ثمره ده او په لرغوني زمانه کي د چين د مجسمه جوړولو د هنر ډير قيمتي او ارزښتناک اثر ګڼل کيږي .


1  2  3  4  5  6