CRI Online
هنری ښکلا

د خټيو څخه جوړشوي ځوړند ببر

د چين په شمال لويديځ کې د شان شي ولايت د فنګ سيانګ په ښار کې يو ډول هنري شي شته چې د خټيو څخه جوړشوي کوچني ببر دی او د خلکو د ځان سره ځوړيږي ، نوموړي ببر ډير کوچني دي ٠ نوموړي ببر ډير محلي هنري خصوصيت لري ، د نوموړي ببر غټوالی يوازي د څلورو او پنځو سانتي مترو ته رسيږي ٠

د نوموړي ببر د جوړيدو طريقه دا ده چې لومړي خټي په اوبو لونديږي بيا له کاغََذي خميرې سره ګډيږي ٠ ورپسي نوموړي ګډ شوي مواد د ببر په قالب کې اچول کيږي ، کله چې نوموړي ګډ شوي مواد وچ شي نو اصلي او نه ښکلي شوي ببر

ترلاسه کيږي ، ددې نه وروسته پر نوموړي اصلي ببر باندې رنګين خطونه او ښکلي مختلف رنګونه نوموړي ببر ته ورکول کيږي ٠ کله چې نوموړي کار خلاص شو نو يو خاص او ځانګړي شکل لرونکي ببر جوړيږي ، غوږونه ، خوله او پوزه يې ډيره غټه ښکاري او پر تندي باندې يې يو ګل ليدل کيږي ٠د ببر له دوو غوږونو سره مصنوعي مرغان ، ګلان او نور څيزونه تړل شوي دي ، دغه راز د ببر دواړه بارخوګان د انارو او شفتالو په ګلانو ښکلي کيږي ٠

په نوموړي تصوير کې د خټيو څخه د جوړشوي ببر څيره وحشي نه ښکاري برعکس ورڅخه خوشحالي او نيکبختي معلوميږي٠


1  2  3  4  5