-
ستاسې توند خواړه خوښېږي؟
په تېر لوست کې مو د چين د کلتور په اړه د معلوماتو په برخه کې يادونه وکړه چې د چين په سه چوان او هو نان ولايتونو کې خواړه تل توند دي. خو زه ډېرحيران يم چې په بېجينګ کې هم زياتې نجونې له توندو خوړو سره ډېره مينه لري. نو زه غواړم پوه شم چې ستاسې توند خواړه خوښېږي، په چيني ژبې څنګه ويل کېږي. 你们
你们喜欢吃辣的吗? يعنی تاسې،喜欢 يعنی خوښول،吃 يعنی خوړل،辣的 يعنی خوند او吗 د فعال مرستيال دی.
-
زما کباب خوښېږي.
زما کباب خوښېږي، په تېره بيا که د دوبي په شپه له دوستانو سره يو ځای کباب خورم، نو زه به ډېر خوشحاله شم. ته ويلی شئ: 我.
我喜欢吃羊肉串. يعنی زه،喜欢 يعنی خوښول،吃 يعنی خوړل،羊肉 يعنی د پسه غوښه،串په دې کې د شمېرلو يو لغت دی او羊肉串 يعنی کباب.
-
په دې کې څه دی؟
د چين د 饺子 په نامه خوړو کې د څه شی غوښه وي؟ په دې کې څه دی، ته په چيني ژبه داسې ويلی شئ: 这里面是什么؟
这 يعنی دلته،里面 يعنی په... کې،是 يعنی دی،什么 يعنی څه شی.
-
راځئ چې ولاړ شو او د څښاک لپاره څه واخلو.
ته ډېر تږي يې او غواړې خپلو دوستانو ته ووايي ځئ چې ولاړ شو او د څښاک لپاره څه واخلو، ويلی شئ: 我们去买点饮料吧.
我们 يعنی موږ،去 يعنی تلل،买 يعنی په پيسو اخيستل، د 点 مانا لږ ده،饮料 يعنی مشروبات او吧 د فعل يو مرستيال دی.