کله چې له چيني دوستانو سره تليفوني خبرې کوئ، تل دا خبره ويل کېږي چې که وخت ولرئ، زما له کور څخه ليدنه وکړئ. له دغې خبرې څخه د دواړو ملګريو ترمنځ دوستي څرګندېږي، خو هغه معنی نه لري چې ستاسو دغه دوست دوستانو تاسو ته رسمي بلنه ورکړې ده. په چين کې د دوستانو او همکارانو ترمنځ تګ راتګ هميشنی دی، نو که تاسې له خپل کور څخه د ليدنې بلنه چا ته ورکړئ، د ليدنې وخت ټاکنې ته اړتيا نه شته. که تاسې غواړئ چې له نورو وګړيو سره وګورئ يا يې له کور څخه ليدنه وکړئ، نو له ليدنې مخکې يو ټليفون وکړئ، که ستا دوستان وخت ولري ،نو ليدنه به وکړئ. په عصري ژوند کې د اقتصاد د چټک پرمختګ، د مخابراتي لارو چارو د ښه والي له امله د دوستانو ترمنځ تګ راتګ ورځ په ورځ کمېږي او د ګرځند ټليفونونو او بريښناليکونو له لارې تماس نيول زياتېږي.