لوست 25 د لارې او ځای موندلو په اړه پوښتنې

 له سي ار اې سره مرکه
 

د چينايانو او لويديځيانو ترمنځ د سلام اچولو په اړه ډېر توپيرونه شته. د بېلګې په توګه په عادي ډول وګړي د مخامخ کېدو پر وخت سلام او د خدای پامانۍ پر وخت خدای پاماني وايي. خو چينايان عمومأ پر سلام کولو برسيره داسې پوښتنې هم کوي تاسې چېرې ځئ، کار ته ځئ او يا ډوډۍ دې خوړلې ده او داسې نور پوښتنې. خو لويديځيان دا ډول پوښتنې نه کوي. دوی عمومأ hi، hello، السلام عليکم او يا د هوا په هکله خبرې اترې کوي.