چينايان د تيلفون اوريدوپه وخت کې دا عادت لری چې لومړی 喂 وايی چې دغه لغت په انګريزي ژبه د هالو مانا لری. د بيلګې په توګه وی، څوک خبرې کوی؟ يا څوک غواړئ؟ خو لويديځان د تيلفون اورېدو په لومړی وخت کې د خپل تيلفون شمېره يا د خپلې ادارې نوم مقابلې خوا ته وايی. مثلا هالو جان خبرې کوي، يا هالو پنځه دوه يو شپږ څلور اوه شپږ اته،دلته جيم دی. په زړه پوری او زړه وړونکې خبره دا ده چې په چيني ژبه کې يو اي يا ياو هم تلفظ کېږي. دغه تلفظ عمومأ په پوځ کې استعمالېږي چې عمده موخه يې د نورو لغتونو له تلفظونو سره توپيرکول دي چې تيروتنه پکې رامنځته نه شی.