لوست 31 د چيني ژبې ځانګړتياوې

 له سي ار اې سره مرکه
 

چيني کريکترونه په نړۍ کې يوازني تصويري يا انځوريزه ليکنه ده. د چيني کريکترونو د رامنځته کېدو په اړه زياتې کيسې موجودې دي. وايي چې په لرغونۍ زمانه کې د څانګ جې په نامه د يو کس له خوا اختراع شوي دي.د چين تاريخ کارپوهانو د چين په شان دونګ ولايت کې زيات شمېر تاريخي اثار موندلي چې ور باندې تصويري خطونه حکاکی شوي وو. له څېړنې او پلټنې وروسته څرګنده شوې چې دغه ليکنه څه دپاسه څلور زره او پنځه سوه کاله مخکې ليکل شوې ده.د چين حکومت په ١٩٥٨ کال کې په رسمي توګه د چيني ژبې فونټيکې ليکنې پوره لايحه خپره کړه چې لاتيني الفبا په کې کارول کېږي.