نن ورځ وګړي په ډاګ کې نه يوازې پيغامونه، پنډونه او پيسې لېږلی شي، بلکې پوست کارډونه او د پوستي ټکټونه اخيستلای او د ټليفون لګښت هم ور کولای شي. د پوست زېرمتون د شخصي زېرمې چارې هم تر سره کولای شي چې د څو کلونو له پرمختګ وروسته اوس په چين کې د پرچون پولي بازار يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. په وروستيو کلونو کې د وګړيو د ژوند سويې په لوړېدو سره پوسته يا ډاګ هم د خپلو چارو چوکاټ پراخوي. د بېلګې په توګه د منځني مني اختر په رارسېدو سره وګړي د پوستې يا ډاګ له لارې کېک اخيستلای او په ليرې ځايونو کې يې خپلو ملګرو ته لېږلی شي.

