چيني ځوانان له واده مخکې له خپلو پلرونو او ميندو سره اوسيږی. ځيني ځوانان له واده وروسته هم له خپلو پلرونو او ميندو سره اوسيږی ، ځکه که دوی ماشومان ولري ، پلرونه او ميندی به يې ماشومانو ته پاملرنه وکړي. ځيني ځوانان کورونه په کرايه نيسي يا نوی کورونه اخلي. د نويو کورونو اخيستلو پيسی په يو ځل يا د پورونو له لاری څو ځله ورکول کېږی. د ټيټو عايداتو کورنۍ د ټيتې کرايې کورونو غوښتنه کولی شي ، خو دوی بايد له يو لړ شرايطو سره سمون وخوري.

