د چين د لرغونې دود او نظريی له مخې د کور بدلولو ورځ بايد په جدی توګه وټاکل شي. لومړی بايد د چين له کرنيزې جنترۍ سره سم يوه مساعده ورځ وټاکل شي او د کور نقل بايد له سهار څخه د لمر تر لويدو پوري تر سره شي. د کور بدلولو په ورځ کې تر وسی پوري نيکمرغه خبرې وويل شي، د کورنۍ غړي بايد ژړا ونه کړي او سخته طبعه هم ونه کړي، کوچنيان و نه وهي او د همدې ورځې په غرمې کې خوب و نه کړي. د کورنۍ ټول غړي سره يو ځای خواږه خواړه خوري چې د کورنۍ د غړيو يووالي او نيکمرغې ورڅخه څرګندېږي. خو اوس وګړي د کور بدلولو په وخت کې په کمه توګه د دغو قاعدو يا دودونو مراعات کوي او حتی زيات وګړي په دغو قواعدو نه پوهېږي. اوس وګړي د کور بدلولو په وخت کې تر ټولو مهم د کور بدلولو لپاره يو ښه شرکت مومي. د کور له بدلولو وروسته وګړي تل ملګريو او همکارانو ته بلنه ورکوي چې په نوی کور کې ميلمستا وکړي او د نوی کور بدلولو مبارکی ورکوي.