پخوا چينايانو د نغدي پيسو استعمالولو دود درلود او حتی په نورو سيمو او هېوادونو کې به يې د کار او سفر پر وخت هم له ځان سره ډېرې نغدي پيسې وړلې، نو د پيسو د غلا کېدو پېښې به کله کله رامنځته کېدې. نن ورځ چيني وګړي د باور کارډ کاروي، په تېره بيا د ځوانانو تر منځ د باور کارډ په پراخه توګه استعمالېږی. بېلا بېل بانکونه هم د باور کارډ استعمالولو په اړه د وګړيو هڅونې لپاره رنګارنګ لارې چارې غوره کوي. نو ځکه دا د حيرانۍ وړ خبره نه ده چې د يو چينايي په بټوه کې څو کارډونه ليدل کېږی.