د چين په بېلا بېلو ښارونو او علاقه داريو کې زيات روغتونونه شته او په يو شمير څانګو او د استوګنې په سيمو کې يو کوچنی روغتون او د درملنې دفتر هم شته. که وګړي يوازې په کومه سپکه ناروغۍ اخته شي، نو د درملنې دفتر ته تلی شي چې ډېر وخت ته اړتيا نه لري. که ته ډاکټر ته ولاړ شې، بايد تر هر څه لومړی خپل نوم ثبت کړې، په تېره بيا کله چې ته غواړې د يو متخصص ډاکټر لپاره نوم ثبت کړې ځکه چې خلک سهار وختي په روغتون کې نوم ثبتولو ته انتظار کوي. دا هم له دې امله چې هر يو متخصص ډاکټر هره ورځ يوازې د يو محدود شمېر ناروغيو درملنه کوي. اوس بېلا بېل روغتونونه ناروغانو ته د لا ښه خدمت کولو لپاره تر انټرنيټ او د ټليفون له لارې د نوم ثبتولو خدمتونه برابروي.