چينايان په عمومی ډول ټاکلی روغتونونو ته ځي چې د روغتيا بيمه برابر وي. خو وګړي بيا هم نورو روغتونونو ته تلی شي، ځکه چې ځينی خلک تر لويديځې درملنې لاندی او ځينی خلک تر چيني درملنې لاندی دی. که اړتيا وی، دوی ځانګړی روغتونونو يعنی د خولی، سترګو، نسايی او ولادی او ماشومانو روغتونونو ته ځي.وګړي په روغتونونو کې له درملنې وروسته درمل تر لاسه کوی. خو د اسانتياوو لپاره وګړي په درملتون کې هم درمل اخيستی شي. خو تاسی بايد د ډاکترانو له وړانديزونو سره سم درمل واخلي.