لوست 58 په رستورانت کې

 له سي ار اې سره مرکه
 

د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې نه د چين په لويو ښارونوکې بارونه رامنځته شوي دي چې دا د چين له اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري بدلونونو سره نژدې اړيکې لری . د بيجينګ ، شانګهاي او شن جن په شمول د چين په هغو ښارونو کې چې اقتصاد يې پرمختللی دی ، د بار چارو ډېره پرمختيا موندلې ده. د بيجينګ په بارونو کې برابر شوی خواړه ډيری او رنګارنګ دي، د شانګهاي په بارونو کې چاپيريال او فضا ډېری دلچسپه ده او د شن جن بارونه د ځوانانو له شوق او ذوق څخه ډک بريښي . لنډه دا ده چې بارونه د زلميانو لپاره د ساعت تيري او تفريح ښه ځايونه دي . د يادونې وړ خبره دا ده چې د بيجينګ د شه شا هاي جهيل په غاړو ډيری بارونه پراته دي چې هلته طبيعي منظرې ډيری ښکلي دي.