لوست 60 په سينما کې

 له سي ار اې سره مرکه
 

په بېجينګ کې د فلمونو ښودلو تاريخ له ١٩٠٢ کال څخه پيل شو، خو اوس په بېجينګ کې د سينماګانو شمېر زيات دی او کچه يی ورځ په ورځ لوړيږي. په بېجينګ کې نه يوازی د سينماګانو شمېر زيات دی بلکی کچه يی لوړه او سرچينې يی هم بډايې دي. نندارچيان کولی شی چې دلته د خپلې خوښې فلم وګوري.د بېجينګ سينماګان د لازياتو کتونکيو د راجلبولو لپاره د هرې اوونۍ په يوه ورځ کې هغه تګلاره پلی کوی چې د ټکټ بيه يی پکی نيمه کميږي.سربېره پردی امتيازی فلمی کارډ هم کارول کيږي. په وروستيو کلونو کې هر کال د فلمونو په برخه کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې د زياتوالي لپاره په چين کې د بېجينګ نندارې په نامه د فلمونو نندارتون تر سره کيږي.