بېجينګ اوپيرا د چيني فرهنګ جوهر بلل کېږي او لرغوني تاريخ او ژوره کلتوري سرچينه لري. د چين له څه باندې درې سوه دوديزو اوپيراګانو څخه د بېجينګ اوپيرا يوه داسې اوپيرا ده چې د هېواد په پراخو سيمو کې مروجه ده او اغېزه يې هم ډېره پراخه ده. بېجينګ اوپيرا په څلورو ډولونو رولونو ويشل کېږي او په هر رول کې يې زياتې څانګې شاملې دي. د لوبغاړيو په مخونو باندې کښل شوي انځورونه خپلې ځانګړتياوې لري او د سينګار لارې چارې يې هم بېلې دي. انځور په اوپيرا کې د رول له صفت سره سم کښل کېږي. د بېلګې په توګه سور رنګ انځور د فداکارۍ او ميړنتوب، تور رنګ يې د عدالت، ژيړ رنګ يې د ليونتوب او وحشت، شين يا ابي رنګ يې د غضب استازيتوب کوي.