په چين کې د بېلا بېلو موزيمونو شمېر ٢٣٠٠ ته رسېدلی دی. له لومړي موزيم څخه چې په ١٩٠٥ کال کې د مشهور صنعتګر او کارپوه جيانګ جيان له خوا جوړ شو او نوم يې د نان تونګ موزيم دی، د چين د موزيمونو چارې سل کلن تاريخ لري، يوازې په بېجينګ کې ١٤٠ بېلا بېل موزيمونه شته . له ٢٠٠٨ کال راهيسې په بېجينګ کې ٣٣ موزيمونو په وړيا توګه خلکو ته خپلې دروازې پرانيستي دي.

