چينايان جفت عدد خوښوي او دا نظر لری چې دغه عدد د نيکمرغۍ نښه ده. د بېلګې په توګه اته يعنی با په چيني ژبه د شتمنۍ او پرمختيا تلفظ کېږي. نو ځينی کسان د تيلفون شمېرې ټاکلو لپاره اته يا شپږ غوره کوي چې شپږ په چيني ژبه د سالمتوب مانا لری. د يادونې وړ خبره دا ده چې څلور په چيني ژبه د مړينې او مرګ تلفظ کېږي او چينايان ورڅخه ډيره کرکه کوی.