لوست 8 د نورو کسانو په هکله مرکه

 له سي ار اې سره مرکه
 

فو وا د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د نهه ويشتمې دورې اولمپيک سپورتي لوبو د نېكمرغۍ نښه ده. د فو وا رنګونه او بڼې د اولمپيک سپورتي لوبو د پنځو دايرو له نښې څخه راځي او د چين د غرونو، ځمکو، سيندونو، جهيلونو او سمندرونو او د خلکو د مينې وړ حيواناتو د بڼو له مخې غوره شوي ده. فو وا د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو خلکو ته د دوستۍ، سولې او هڅونې روحيې او د انسانانو او طبيعت تر منځ د همغږۍ ښه هيله استوي. فو وا د کب، پنډا، تبتي هوسۍ، کوټلونو او د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال د بڼو له مخې جوړېږي. هر يو يې خپل نوم لري چې بی بی، جينګ جينګ، هوان هوان، ينګ ينګ، ني ني دی. د پنځو فو وا نومونه سره يو ځای په چينی ژبه کې د بيجينګ ته ستاسی د رتګ هرکلي او ښه راغلاست مانا لري چې 北京欢迎你.