لوست 9 د روحي حالت په هکله
-
تا ته څه پيښ شوی دی؟
کله چې د چا په هکله څه پيښيږي، په پښتو ژبه داسې وېل کېږي، تا ته څه پيښ شوی دی؟ يا پر تا څه شوی؟ څه درباندی شوی؟ يا هم څه خبره ده؟
تا ته څه پيښ شوی دی، 怎么.
怎么了، څه، څرنګه. 了 په دې ځاي کې يوه دستوری کلمه ده.
-
نور سګريټ مه څکه.
ستا يو چينی ملګری په وروستيو ورځو کې خپه دی. هغه ډير سګريت څکوی. غواړی ورته نصيحت وکړی چې نور نو سګريت و نه څکوی. دا جمله په چيني ژبه داسی ويل کېږي:
تاسی ويلی شی چې 你.
你别再吸烟了 يعنی ته.
别 يعنی مه.
再، نور.
吸烟، د سګريټ څکولو مانا لری.
了 په دې ځاي کې يوه دستوري يا امري کلمه ده، د نصيحت ورکولو مانا ده.
-
کورنۍ می ډيره ياديږي.
我 يعنی زه.
很 د ډير مانا لری.
想 ، يادول ، يادېدل.
家، کور.
دغه کلمې که سره يو ځاي شی، نو دا جمله به ترې جوړه شی، 我很想家.