چين ته تر راتلو وړاندې مې ددغه هېواد د بډای کلتور، تاريخ او چټکو اقتصادي پرمختګونو په اړه ډېر څه اورېدلي وو او ډېر کله به مې همدا هيله وه چې دا هر څه له نژدې وګورم.
له هغه وروسته مې يو دوست ته د چين د سفر په اړه وويل، نوموړي چې چين ته يې د سوداګرۍ په موخه ډېر سفرونه کړي، د چين په اړه راته ډېرې کیسې وکړې او زما تلوسه يې نوره هم ډېره کړه. هغه ويل چې که څه هم د اروپايي هېوادونو په اړه ډېرې خبرې کېږي خو کله چې سړې چين وويني نو اروپايي هېوادونه يې له ياده وځي.
څنګه چې ما اروپايي هېوادونه نه وو ليدلي او يوازې مې له خلکو د لندن، پاريس، روم، امستردام او نورو ښارونو د ښکلا او پرمختګ په اړه ډېر څه اورېدلي وو نو هر وخت به له ځان سره ويل، چې نو چين به څومره پرمختللی وي...