لنډ معلومات

 

                                                                    د بېجينګ د اولمپيک پارک

       

ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک سپورتي لوبې به د چين په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شي او د بېجينګ حکومت او خلک د دغو لوبو لپاره ډېر کوښښ او د تياريو يو لړ کارونه کوي چې د دغو لوبو لپاره يو شمير ځانګړی سټېديومونه او جمنازيومونه به جوړ شي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د کښتۍ او کوچنۍ کښتۍ لوبو پارک له دغه سټيديومونه څخه يو دی .

د معلوماتو له مخې:په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو  د کښتۍ چلولو لوبې ،د لامبو وهلو د ماراتون  او د معيوبينو د اولمپيک د سپورتي لوبو د کښتيو چلولو لوبې به د بېجينګ د اولمپيک د کښتۍ چلولو او لامبو وهلو په پارک کې تر سره شي او د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د سرو زرو دوه ديرش مډالونه به په دغه پارک کې رامنځته شي چې دغه مډالونه د ټولو مډالونو په سلو کې لس برخه ونيسي.نو د چين له دولتی سپورتي مرکز او د لامبو وهلو له دولتی مرکز نه پرته دغه پارک دريم سټېديوم ګڼل کيږي چې پکې به تر نورو ډېر مډالونه رامنځته شي .دغه پارک د بېجينګ په شمال د شيون يی په سيمه کې پروت دی چې اوس يی د جوړولو پروژه روانه ده .

       دغه پارک د اولمپيک په تاريخ کې هغه لومړنی سټېډيوم ګڼل کيږي چې پکې د روانو او ولاړو اوبو دوه برخې شته .د روانو اوبو برخه د دغه پارک په جنوب لويديځې برخې کې پرته ده چې د اولمپيک د سپورتي لوبو د کوچنۍ کښتۍ د خنډ لرونکو لوبې به پکې تر سره شي . د ولاړو اوبو برخه د دغه پارک په ختيځه برخه پرته ده چې د کښتۍ چلولو لوبې ، د کوچنۍ کښتۍ ګړندې لوبې او د لامبو وهلو د ماراتون لوبې به پکې تر سره شي.د اولمپيک د سپورتي لوبو له پای ته رسيدو وروسته به  دغه پارک د نړيوالو او کورنيو سپورتي لوبو، د لوبغاړيو روزنې او ملکی سپورت  ته  خدمتونه برابر کړي.

         د معلوماتو له مخې:په دغه پارک کې د دايمی وادنۍ  پراخوالی به اتلس زره مربع مترو ته ورسيږي  او د لنډ مهالو وادنيو پراخوالی به څه دپاسه څوارلس زره مربع متره وی . بر  سېره پردې،د اوبو سيمې پراخوالی به له پنځه لکه پنځوس زره مربع مترو نه زيات شی او د اوبو عمومی اندازه به  يو مليون اوه لکه مکعب ميترو ته ورسيږي.

         د دغه پارک د جوړولو په پروژه کې د کښتۍ لارو جوړول يوه ډېره مهمه برخه ده او جوړونکي به خامخا د دغو لارو کيفيت په پام کې ونيسی چې اوبه نورو خواوو ته نفوذ ونه کړی  .

         د دې ترڅنګ ، جوړونکيو د اوبو د نفوذ د مخنيوی لپاره دری دوری ازمايښتونه تر سره کړل . د تېر کال تر دسمبر پورې،په دغه پارک کې د اوبو د زيرمې جوړولوکار پای ته ورسيد او د کښتيو د لارو کيفيت ډېر ښه دی.

           اوس په دغه پارک کې د عمده سټېديوم پروژه په بنسټيزه توګه پای ته رسيدلې .د معلوماتو له مخې : د ٢٠٠٧ کال د اګيست له اتمې نېټې نه تر يوولسمې نېټې پورې به د ځوانانو د کښتۍ چلولو نړيوال اتلولی په دغه پارک کې تر سره شي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

 

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040