لنډ معلومات

 

                                                                         د بېجينګ د شو دو په نامه جمنازيوم

            

د بېجينګ د شو دو په نامه جمنازيوم د بېجينګ په لويديځه برخه او  ژوبڼ ته نژدی پروت دی. په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د واليبال سيالۍ په دغه جمنازيوم کې تر سره شي.

           دغه جمنازيوم په ١٩٦٨ کال کې جوړ شوی او د تېری پيړۍ په شپږمه لسيزه کې په لسو ډېرو مشهورو ودانيو څخه يوه ګڼل کيده. پراخوالی يې اوه هکتار دی او اتلس زره څوکۍ په کې شته. بر سېره پردې،دغه جمنازيوم د چين د ډېرو لويو جمنازيومونو څخه يو دی او په بېجينګ کې يوازنی جمنازيوم دی چې په کې د  کنګل هاکی لوبی کولو ځای شته. په دغه جمنازيوم کې د يخ د جوړولو په اړه عالی او عصری ماشين شته، نو وګړی په دوبی کې هم په کې د کنګل پوسو د هاکی او د کنګل د نورو لوبو  ننداری او سيالی کتلی شي.

           دغه جمنازيوم د څلويښتو کلونو تاريخ لرونکي جمنازيوم په توګه د ودانيو او سامان الاتو د بشپړيدو د پروژې لپاره هڅه کوي چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د واليبال سياليو اړتياوی پوره کړي. په دغې پروژې کې د څراغونو سيستم ترميمول  يوه ډېره مهمه برخه ګڼل کيږي.

         پخوا د دغه جمنازيوم د منځنی برخې  په چت کې څراغونه جوړ شوي وو او د ستوری په شان رڼا يې کوله . خو دغه ډول څراغونه د اوسنيو نړيوالو سيالو د غوښتنې سره سم . يو شمير نيمګرتياوې  لري، د بېلګې په توګه د څراغونو رڼا کافی نه ده او څراغونه يوازی په چت کې دی ، نو ټول جمنازيوم له رڼا څخه نشی ډکولای .

             د دې ترڅنګ، د يو شمير څيړنو له مخې، کارپوهانو پريکړه وکړه چې په چت کې دغه څراغونه پاتی شي او د چت په شا و خوا سيمه کې نور څراغونه زيات شي. بالاخره د وروستي پريکړې سره سم، د دغه جمنازيوم په چت کې به دوه سوه او شل نور څراغونه ولګول شي چې د هر يو ظرفيت يې  څلور سوه واټو ته رسيږي او د چت په شا و خوا سيمه کې به يو سل او دوه ديرش ځانګړی څراغونه جوړ شي چې د هر يو ظرفيت يې زرو واټو ته رسيږي. د دغه جمنازيوم پروژې تر بشپړتيا وروسته به له ښې رڼا ډک وي.

           د معلوماتو له مخې: دغه څراغونه په جلا جلا توګه له دوو بريښنايې لينونو سره تړاو لري چې که يو لين ويجاړ شي، د بل لين سره تړلی نيمه برخه څراغونه به  رڼا کولو ته دوام ورکړي او سيالي به په عادی ډول تر سره شي.

           اوس د دغه جمنازيوم په اړه پروژې په مداومه توګه تر سره کيږي. باور لرو چې په نژدی راتلونکی کې به دغه جمنازيوم  په يوه لا عصری او په زړه پوړی جمنازيوم  بدل شي او وګړيو ته به لا ښه خدمتونه برابر کړي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

   

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040