CRI Online

چين ته د حامدالله ناصري سفر

cri     (GMT+08:00) 2013-11-15 23:21:30

شپږمه ورځ ( اکتوبر په ١٤مه نېټه ) : تيان تان يا اسماني معبد او شيوشيوي بازار

نن ما ډير دلچسپ شيان ليدلي دي .

په تيان تان باغ کې سهارنی ورزشکاران

په بيجينګ کې يوه زړه وړونکې پديده دا ده چې زاړه کسان هره ورځ سهار د ورزش يا لوبې کولو لپاره باغونو ته ځي او ماښام دوي د لارو په غاړو د موسيقي په غږولو سره نڅا يا ورزش کوي. ما د تيان تان باغ سيل وکړ چې تيان تان يا اسماني معبد په پخوا زمانه کې د ښو حاصلاتو د ګټلو لپاره د امپراطورانو د عبادت ځاي و او اوس په يو عام پارک بدل شو او په باغ کې ما وليدل چې ګڼ شمير زړو کسانو لوبې کولې ، سندرې ويلې يا نڅا کوله . دوو نڅاګرو چې ښکلۍ قومي جامې يې اغوستې وې ، زما سترګې ورجلب کړ چې شينجيانګ نڅا يې کوله . شينجيانګ افغانستان ته نژدې واقع دی او هيله من يم چې ښکلی شينجيانګ وګورم . د زړو کسانو له سهارني ورزش څخه ښکاري چې چينايان له اوسني نيکمرغه ژوند څخه برخوال دي او پر راتلونکي پوره باور لری.

شيوشيوي بازار

شيو شيوي بازار په ١٩٨٠ کال کې جوړ شو او له غرفو څخه ډک سوداګريز واټ دی او د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د چين د سمون او ورخلاصون په لومړۍ موده کې د يوې کړکۍ په توګه د چين دننه او بهر ډير شهرت درلود او ګڼ شمير بهرنيانو د شيان اخيستلو لپاره دغه واټ ته تلل. هر سيلان چې بيجينګ ته ځي ، حتمابه د لوي ديوال ، امپراطوري ماڼۍ سيل وکړي او د بيجينګ هيلې کباب وخوري او په عين وخت کې به هم د شيو شيوي بازار ته لاړ شی. د شيوشيوي نوی بازار يوه پنځه پوړيزه ودانۍ ده او د شيوشيوی واټ په ختيځ کې واقع ده چې شمال يې د بهرنيو سفارتونو سيمه ده . په دغه بازار کې جامې ، بوټونه ، صندوقونه ، هنري او الکترونيکي توکي خرڅېږي.

په شيوشيوي بازار کې چانه کول يا په شرط باندی جنجال کول يو هنر دی ځکه چې په بېلو غرفو کې د يو ډول شي بيې بېلې دي او د يو شي رښتينی بيه د پلورونکي لخوا د ويل شوې بيې نيمه ، درېمه يا لسمه برخه نيسي.

د نړۍ ډيرو هيوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان ته سوداګر د چين څخه په ډيره ټيټه کوالټي توکي صادروي ،ما چې دلته کوم توکي وليدل عالي او د لوړ کيفيت دي ،زه هيله من يم چې افغان سوداګر د چين څخه د ښې کوالټۍ توکي هم د خپلې سوداګرۍ برخه وګرځوي.


1 2 3 4 5 6
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای