اوومه ورځ ( د اکتوبر په ١٥مه نېټه ): لوي ديوال او د اولمپيک جمنازيوم
بلې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او زه د چين په لوي ديوال کې يم،دا زما په ژوند کې دويم اختر دی چې له هيواده بيرون يې تيروم ،په ۲۰۰۹ م کال کې زما له کوره بيرون لومړی اختر د امريکا په واشنګټن کې وو خو زه په هغه ورځ خوشاله نه وم او د خفګان احساس مې کاوه اوس چې په چين کې دويم د مسافرۍ اختر تيروم او په لوی ديوال کې يم د نړۍ په تاريخي شهکار او له ښکلا ډکې سيمې کې نو ډير د خفګان احساس نه کوم
خو بيا هم د استاد اولمير په سندره
دا زمونژ زيبا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان دی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |