د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ دوهمه برخه __د بيزوګانو استوګنې له ځاي څخه ليدنه کتنه

cri     (GMT+08:00) 2008-06-23 11:31:00

محترمو اوريدونکو ، السلام عليکم ! زه غوټۍ يم او د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سياليو په اړه د ځانګړيو پروګرامونو دوهمې برخې ته مو هر کلی کوم . په نننۍ پروګرام کې به تاسو ته د هغو بيزوګانو په هکله په زړه پورې معلومات درکړم چې پر سر يی يو موټی سپين ويښتان لری لکه يوه سپينه خولۍ يې چې پر سر وي. د پروګرام په پيل کې به دوې پوښتنې وړاندی کړم چې لومړی _پر ګوانګ شی برسيره د چين په نورو ځايونو کې داسی بيزوګان شته که نه ؟ دوهمه __تر اوسه پوری په چين کې څومره داسی بيزوګان شته ؟ تاسی يی د ننني پروګرام په اوريدلو سره سم ځوابونه پيدا کولی شئ.

د ګوانګ شی د څون ځو ښار ته نژدې په ژوره دره کې داسی ځانګړي بيزوګان ژوند کوی چې پر سر يی د يوې خولۍ په شان يو موټی سپين ويښتان لری او اوږده لکۍ يی هم سپينه ده . دغه ډول بيزوګان يوازی په څون ځو کې شته او شمير يی فقط له اوو سوو څخه زيات دی ، نو دغه ژوی له پنډا څخه هم ډير ګران او قيمت دی .

خبريال د دغه ډول بيزوګانو لپاره ځانګړي باغ ته تللی و او و يی ليدل چې د غره په لمن کې شپږ اوه داسی بيزوګان وحشي ميوې او د ونې پاڼې خوري او يا لوبې کوي . د معلوماتو له مخې دغه باغ ٢٤ مربع کيلو متره پراخوالی لری او څلور سوه بيزوګان پکې ساتل شويدي. يو کليوال وانګ وويل

اوس موږ پوهيږو چې د سپينو ويښتانو لرونکي بيزوګان يوازی زموږ په ځاي کې ليدل کيږي ، نو ډېر قيمتي دي او بايد په ښه توګه يی وساتو.

کليوال وانګ د دغه ډول بيزوګانو په هکله يوه ښکلی کيسه وکړه او و يی ويل چې

ډېر پخوا زموږ سيمه بی وزلې وه او کليوال کله نا کله له لوږي سره مخامخ کيدل . يوه ورځ يو سپين ږېری مړ شو . د ځايی دود له مخې زامنو يی پر سر او ملا سپين ټوکر وتاړه او مړ شوی سپين ږېری يی د غره په لمن کې ښخ کړ . خو د مراسمو ترسره کولو وروسته ماشومانو د لمن په لار کې ډېرې وحشي ميوې وليدلې او و يې خوړلې او بيا يی لوبې کولې. لويانو ولېدل چې ماشومانو په خوشحالۍ لوبې کولې ، نو پرېکړه يی وکړه چې دوی په لمن کې پريږدي. ورپسې کلی شتمن شو او لويانو خپل زامن يادول ، نو و يی غوښتل چې دوی بيرته کور ته راشی ، خو ماشومانو و نه غوښتل چې بيرته کور ته لاړ شی ، نو لا هم په غره کې پاتی شول او ورو ورو يې بڼې بدلې شوې چې پر سر تړل شوی سپين ټوکر په سپينو ويښتانو او په ملا تړل شوې سپين ټوکري فيته په سپينې لکۍ بدله شوه .

د بيجينګ پوهنتون پروفيسر پان ون شه چې لس کاله مخکې د دغه ډول بيزوګانو د څيړنې لپاره څون ځو ته تللی و، خبريال ته وويل شل کاله مخکې په څون ځو کې دوه زره داسی بيزوګان وو ، خو تر ١٩٩٦ کال پورې يوازی نوي پاتي وو چې د کمښت لامل يی د انسانانو فعاليت او ناقانونه وژنه ده . ده وويل

د ناقانونه وژنې او د بيزوګانو د استوګنځيو د اعادې له لارې دغه ځانګړي بيزوګان ژر زياتيږي . هر هغه ژوی چې شمير يې د کمېدو په حال کې دی، د کافي وخت او غوره چاپيريال د برابرولو له لارې ژر زياتېږي.

د دغو بيزوګانو د ښې ساتنې لپاره ځايی حکومت يو لړ لازم تدبيرونه غوره کړيدي چې په پايله کې يې د بيزوګانو شمير اوو سوو ته زيات شوی دی. کليوال جاو وويل

پخوا مو په غره کې لرګي پرې کول ، خو اوس غره ته نه خيژو څو چې بيزوګانو ته ښه ايکولوژيکي چاپېريال برابر شی . دغه راز له دوه زره او دوهم کال راهيسې د ايکولوژيکي باغ له جوړېدو راهيسې د سيلانۍ چارو ډېر پرمختګ کړی دی ، خو ځينی کسان دا انديښنه لري چې د بيزوګانو د ژوند زمينه به خرابه شی . په دې هکله پروفيسر پان وويل د ايکولوژيکي سيلانۍ چارو پرمختګ ځايی بزګرانو ته د کار فرصت برابر کړی او د دوی د ژوند ښه والي تر څنګ به د ژويو ساتنې سيمې هم پراخې شی. درنو اوريدونکو ، د پروګرام په پای کې به يو ځل بيا تاسې ته ياد شوی دوې پوښتنې تکرار کړو. لومړی پر ګوانګ شی برسيره د چين په نورو ځايونو کې دغه بيزوګان شته که نه ؟ دوهمه تر اوسه پورې په چين کې څومره داسي بيزوګان شته ؟

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040