شينجيانګ ته د سفر په نامه د سيلانۍ معلوماتي سيالي:

د شينجيانګ اويغوري خپلواکه سيمه چې د چين په شمال لويديزه څنډه کې پرته ده،د پراخوالي له نظره د ولايت په کچه د چين لومړی لويه خپلواکه سيمه ده او مرکز يې اورمچی ښار دی. شينجيانګ په چين کې د سندرو او نڅاوو، ډول ډول ميوو او د سرو زرو او جواهرو د غني سرچينو په درلودلو سره ډېر شهرت لری.په شينجيانګ کې د سيلانۍ سرچينې ډېرې شتمنې دي.د دې لپاره چې زيات کسان د چين ښکلی شينجيانګ ښه وپيژنی،د چين د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د حکومت مطبوعاتي ادارې او د چين نړيوالې راډيو د سږ کال د اګست په لومړۍ نېټه شينجيانګ ته د سفر په نامه د سيلانۍ په هکله معلوماتي سيالۍ پيل کوي.

د دغې سيالۍ موده دغه سيالي د ٢٠٠٩ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر يو دېرشمې نېټې پورې دوام لری.

د پام وړ ټکي: دغه فعاليت په انترنېټ کې پوښتنو ته د ځواب ورکولو او د (( ښکلی شينجيانګ زما په زړه کې)) تر سرليک لاندې د خپلو نظريو د څرګندولو له دوو برخو څخه جوړيږي. هر هغه برخوال چې په ويبپاڼه کې ټولو اتو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړي او د شينجيانګ په هکله خپلې په زړه پورې نظريې پرېږدي،د جايزې اخيستلو شونتيا لري. د جايزې ګټونکيو نوملړ به د سياليو په پای کې زموږ پر ويبپاڼه خپور شي.

.

د جايزو ټاکنه:

څو تنه ځانګړي جايزه ګټونکي به وټاکل شي او هغوی ته به شينجيانګ ته د وړيا سفر بلنه ورکړای شي .

١٥ تنو لومړی درجه جايزه ګټونکيو ته به د شينجيانګ يو ځانګړی وړيو پړونی (شال) ورکول کيږي.

٣٠ تنو دوهمه درجه جايزه ګټونکي ته به د شينجيانګ يو ځانګړی ګلدوزی بکس ورکول کېږي.

٥٠ تنو درېيمه درجه جايزه ګټونکي ته به د ښکلا يو ځانګړی توکی ورکول کېږي.

د شينجيانګ په هکله خاطرې
شينجيانګ ته سفر
• د شينجيانګ خوراکونه
پلو،کباب شوی بشپړ،کباب،اش
• په شينجيانګ کې د سيلانۍ په اړه معلومات
په دغه لنډه ليکنه کې شينجيناګ ته د سفر په هکله لومړني معلومات درته برابريږي.
تيان شان غر
تيان شان غر د شينجيانګ د يوې نښې په توګه د شينجيانګ په منځنۍ سيمه کې پرته او لوېديځ په لوری قزاقستان ته غځېدلی دی. د تيان شان د غره اوږدوالی دوه زره پنځه سوه کيلومتره دی، پلنوالی يې له ٢٥٠ کيلو مترو څخه تر ٣٠٠ کيلو مترو پورې رسېږي او د سمندر له سطحې څخه يې په منځنۍ توګه له ٥ زره مترو څخه لوړ دی.
د مالدارانو جنت ايلي
ايلي د شينجيانګ په شمال لوېديځ کی پرته سيمه ده او د قزاقي قوم يو خپلواک ايالت دی چې ختيځ يې له مغولستان او شمال لوېديځ يې له قزاقستان سره تړلي دی. بر سېره پردې شمال يې له روسيې سره ګډه پوله لري.
تورپان
تورپان د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې په منځنۍ برخه کې پروت دی چې دغلته هم اباد ځايونه شته او هم صحرايي سيمې ، ځانګړی طبيعی ايکلوژيکی چاپيريال تر سترګو کېږي او لرغونې مقبرې، ډبرين غرونه، ديوالي انځورونه او نور ډېری لرغوني کلتوری أثار موجود دي .
کناس _په دنيا کې يو جنت دی
کناس د شينجيانګ د شمال په التای سيمه کې پروت د يوې ښکلې سمسورې سيمې نوم دی چې له قزاقستان، روسيې او مغوليستان سره ورڅيرمه په ګډه پوله پروت دی . دغه سيمه يوه ډېر ښکلی منظره لرونکی سيمه ده چې په کې د تووا قوم نوم وګړي اوسيږی.
د سندرو او نڅاوو ټاټوبی

د شينجيانګ د اويغور خپلواکه سيمه چې په چين کې د سندرو او نڅاوو د ټوټابي په توګه بلل کيږي ، د اسيا او اروپا له لويو وچو په مرکز کې پرته ده او له چين څخه منځنۍ اسيا او اروپا ته د ورتګ يوازنی ځمکنی لار ده. ختيځ او لويديځ تمدنونه په دې ځاي کې سره يو ځای شوي او ځانګړی کلتور رامنځته شوی دی چې موسيقي او نڅاوې پکې ډېر مهم ځای لري او اوسيدونکي اويغوريان او قزاقان په نڅاوو او سندرو کې لوی لاس لري.

د شينجيانګ سندرې



·زموږ شينجيانګ ښکلی ځای دی
·لاسي باجه وغږوئ او سندره ووايئ
·په دابان ښارګوټي کې ښکلې نجونې
·خپل نقاب دې پورته کړه
پوښتنو ته ځواب ورکول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040