د های نان ولايت اقتصاد د سالم پرمختګ پر لار ګامونه اخلي

cri     (GMT+08:00) 2008-06-23 14:00:14

های نان ولايت د چين په جنوب کې پروت او عمده برخه يې يعنی های نان ټاپو د چين دوهم لوی ټاپو دی. های نان په نولس سوه او اته اتيايم کال کې په رسمي توګه د يو ولايت په توګه جوړ شو او پر همدی مهال د چين تر ټولو لويه ځانګړې اقتصادي سيمه د های نان ولايت ځانګړې اقتصادي سيمه هم جوړه شوه. دغه ولايت په پيل کې له يو لړ اقتصادي ستونزو سره مخامخ و، خو د معقول او علمی پلان په رڼا کې د دغه ولايت اقتصاد د بحران له بدو اغېزو څخه ووت او نن ورځ د سالم پرمختګ پر لار ګامونه اخلي.

د های نان ولايت اقتصاد د لږ نفوس او د ترافيکو د ستونزو له امله د نوی چين له بنسټ ايښودنې وروسته د تېرو څلويښت کلونو په موده کې په ورو ورو ډول پرمختګ کړی دی. په نولس سوه او اووه اتيايم کال کې د دغه ولايت د توليدولو عمومی ارزښت يوازی پنځه ملياردو يوانو ته رسېده. د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ څېړونکي ښاغلي لياو شيون لومړی ځل په نولس سوه او اته اتيايم کال کې د های نان ولايت های کو ښار ته سفر وکړ او د دغه ولايت وروستی پاتې حالات د ده لپاره يوه لويه حيرانتيا وه. ښاغلی لياو شيون د های نان ولايت حکومت ته د پرمختګ پلانونه او وړانديزونه وکړل. که څه هم هغه وخت های نان يو وروسته پاتی ولايت و، خو لياو شيو په بېجينګ کې له خپل کار څخه لاس واخيست او د های نان ځانګړې اقتصادي سيمې د پرمختګ لپاره يې هڅې وکړې. هغه اوس د های نان ولايت د ادارې پوهنځی مرستيال دی. دی وايي---غږ ١---په يوه سيمه کې د اقتصاد چټک پرمختګ په عمده توګه له امتيازی دولتي تګلارو سره تړاو لري او تر ټولو اغېرناکې تګلارې يې صادراتي تګلارې دي. په لومړيو شپږو کلونو کې د بهرنۍ سوداګرۍ سمسورتيا د هوټلونو،رستورانتونو او سيلانۍ چارو ته ډېرې ګټې ورسولې او د دغه ولايت اقتصاد کال پر کال نوی پړاو ته ورسېد.

خو په يوه اوږده موده کې سل زره وګړيو د هېواد له نورو ځايونو څخه د دغه ولايت عمده ښارونو های کوه او سان يا ته لاړل. د چين حکومت د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې په دغه ولايت کې د کورونو برابرولو پر اصلاحاتو او د کورونو بازار پر پراختيا پيل وکړ. په های نان ولايت کې د استوګنځيو د أبادۍ څپه د نفوس په زياتېدو سره لوړه شوه او په يو داسې ټاپو کې چې يوازی يو مليون او شپږ سوه زره نفوس يې درلود، د کورونو معاملې څه دپاسه شل زره اېجنسۍ رامنځته شوې .د دغه ولايت د کورونو بيه په دريو کلونو کې څلور برابره زياته شوه. د چين حکومت په نولس سوه او دری دېرشم کال کې د کورونو معاملې بازار د سالم پرمختګ لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول چې له مخې يې ياده شوې څپه ټيټه شوې ده. په نولس سوه او پنځه نويم کال کې د های نان ولايت GDP يا کورنی عمومي توليد يوازی په سلو کې څلور اعشاريه دری زيات شو او ورپسی د دغه ولايت اقتصاد په پرله پسې دوه کلونو کې ورو ورو پرمختګ وکړ.د های نان ولايت حکومت د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په منځ کې د چين په ستره برخه کې د اوسېدونکو عايداتو او لګښت حالاتو او د های نان ولايت له اقليم او طبيعی شرايطو سره سم وړانديز وکړ چې دغه ولايت د سيلانۍ په يوه مشهوره سيمه بدل شي.د های نان ولايت د سيلانۍ ادارې مشر ښاغلی ځانګ جي په دې اړه وويل

---غږ ٢---های نان ټاپو به په راتلونکې کې د سيلانۍ په يو نړيوال ټاپو بدل شي. های نان ولايت ډېرې ښې طبيعي سرچينې او چاپيريال لري. د دغه ولايت د سيلانۍ چارو پراختيا تبليغ ، اداره او د اړوندو تاسيساتو جوړول به د سيلانۍ د نړيوال تاپو په موخه تر سره شي.

د های نان ولايت د پرمختګ او اصلاحاتو ادارې مرستيال ښاغلی جو يون شان وويل دغه ولايت د اقتصادي پرمختګ تر څنګ پر چاپيريال ساتنې ټينګار کوي او موخه يې داده چې د انرژۍ له لږ لګښت او د چاپيريال د لږ بدلون له لارې لويه اقتصادي او ټولنيزه ګټه واخلي.

د های نان ولايت اقتصادي پرمختګ د روانې پېړۍ له پيل راهيسی بيا تود شوی دی.د دغه ولايت GDP له دوه زره او درېيم کال راهيسی د دوه ګونې شمېر په انډول سره زيات شوی او تر دوه زره او شپږم کال پوری د څه دپاسه سل مليون يوانه پانګې په ارزښت يو سل او پنځه لويې پروژې په دغه ولايت کې پيل شوي دي.

د ښاغلی جو يون شان په أند د های ناو ولايت اوسنی اقتصادي پرمختګ د پخوا په پرتله ډېر ثابت او معقول دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040