د ځه جيانګ ولايت د ايی وو ښار د کوچنيو مالونو په بازار کی خارجی سوداګران

cri     (GMT+08:00) 2008-06-23 14:00:14

ايی وو د چين د ختيځی برخی د ځه جيانګ په ولايت کی واقع دی او پکی د کوچنيو مالونو د توليدولو او خرڅلاو له امله مشهور دی . د ايی وو کوچنی توليدات زياتو ډولونو او ارزانه بيو له امله د بيلا بيلو هيوادونو سوداګران راجلب کړی دی .په نننی پروګرام کی به د ځه جيانګ ولايت د ايی وو ښار د کوچنيو توليداتو د عمومی خرڅلاو په بازار کی د خارجی سوداګرانو د سوداګری په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو.

ښاغلی فلورين ستځينګير يو المانی سوداګر دی او د ده ورځنی کار دا دی چی د بيلا بيلو هيوادونو د همکارانو دپاره د نوموړی سيمی د توليداتو په هکله معلومات برابر کړی او د بيلا بيلو مالونو د تبادلی په باب لاری چاری و لټوی د خپلی سوداګری د يادونی په ترڅ کی هغه وويل (اواز.............................)مونږ د ايی وو په ښار کی ډير خوښی يو .د ايی وو په ښار کی مونږ بيلا بيل توليدات اخلو او دلته ډيری اسانتياوی شته .مونږ د ايی وو له ښاريانو سره ښه همکاری کوو او کاری موثريت مو ښه دی .ښاغلی فلورين ستځينګير وويل چی که څه هم د ده اوسنی معامله لويه نه ده .مګر د ايی وو د لوی بازار په وړاندی د خپلی کمپنۍ له راتلونکی څخه خوشبينی څرګندوی .

په ايی وو کی د فلورين ستځينګير په شان د خارجی سوداګرانو شمير له اتو زرو څخه اوښتی دی چی له سلو هيوادونو او سيمو څخه راغلی دی او زياتره يی د اردن ،مصر او فلسطين په شمول د عربی هيوادونو سوداګران دی .

٢٨ کلن قادر الميناوی يو فلسطينی دی او په ٢٠٠١ کال کی د چين د شانګهای د

ترانسپورت له پوهنتون څخه فارع شو ،ورپسی هغه يی ايی وو ته ولاړ او پکی يی پوه وارداتی او صادراتی کمپنۍجوړه کړه (اواز.................)زيات سوداګران ايی وو ښه پيژنی او د ايی وو د توليداتو د نوعيت او کيفيت څخه خوښی څرګندوی .د چين د انکشاف په اثر د زياتو هيوادونو سوداګرانو فرصتونه تر لاسه کړی دی او زه د سوداګری د فرصت په تر لاسه کولو سره د ښو مالونو د پيدا کولو دپاره له بيلا بيلو سوداګرانو سره مرسته کوی .

د تيری پيړی د نهمی لسيزی نه راهيسی هر کال په ايی وو کی د کوچنيو مالونو نندارتون جوړيږی او پکی له چين او نورو هيوادونو څخه راغلی توليدات ښودل کيږی چی په دی اثر زيات کورنی او بهرنی سوداګران راجلب شوی دی .د سږ کال د اکتوبر په وروستيو لسو ورځو کی د ايی وو د کوچنيو توليداتو په نندارتون کی د خارجی سوداګرانو شمير له لسو زرو تنو څخه زيات شوی دی .

په ايی وو کی بين المللی تجارتی مرکز د تجارتی سوداګرانو د خوښی وړ ځای دی او دا په نړۍ کی د مالونو د عمومی خرڅلاو په برخه کی لومړی لوی بازار دی .

په نوموړی مرکز کی په مخصوصه توګه د خارجی سوداګرانو دپاره د سوداګری سيمی جوړی شوی مثلأ کوريايی سيمه .د نژديو کلونو نه راهيسی د ايی وو د بازاری اقتصاد د مسلسل انکشاف له امله څه د پاسه ٣ زرو کوريايی سوداګران ايی وو ته تللی او پکی يی فابريکی جوړی کړی دی او ٤٥ کوريايی تصدۍ په نوموړی مرکز کی د خپلو توليداتو د ښودلو کړکۍ لری .

ښاغلی لی سونګ يونګ چی د تيلفونونو د خرڅلاو دپاره يوه مغازه لری .خبريال ته وويل چی د سږ کال د جولای په پای کی تجارتی مرکز ته داخل شوی او له تجارتی

چاپيريال څخه ډير خوښ دی نوموړی وويل (اواز.....................)دلته تجارتی چاپيريال ښه او پاک دی او ما ته لازم خدمتونه برابروی او مونږ له کاری چاپيريال څخه خوښی څرګندوو.

نه يوازی ښاغلی لی سونګ يونګ بلکه زيات خارجی سوداګران هم په ايی وو کی له کاری او تجارتی چاپيريال څخه خوښی څرګندوی .

ګرانو اوريدونکو .زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040