د لمريزې انرژۍ تکنولوژي له نورو هېوادونو سره د ګان سو ولايت د تبادلې او همکارۍ يو پل دی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-02 11:09:33

لمريزه انرژي يوه پاکه انرژي ده او د پرمختګ يو ښه راتلونکی لري. د چين په شمال لوېديځ ګان سو ولايت کې د علمی څېړنې ټولنې په پرله پسی توګه د دغې انرژۍ د کارونې تکنولوژۍ يو سل او دېرش ډولونو ته پرمختګ ورکړي او د نړيوالې روزنې او تکنولوژۍ نفلولو له لارې يې له نورو هېوادونو او سيمو سره تګ راتګ او همکاري پياوړې کړې چې له مخې يې د لمريزې انرژۍ د کارونې تکنولوژي په پراخه توګه خپره شوې ده.

د م م د صنايعو پرمختګ ټولنې د لمريزې انرژۍ تکنولوژۍ مرکز د دوه زره او اووم کال د نوامبر په پای کې د چين د ګان سو ولايت په لان جو ښار کې جوړ شو. دغه مرکز ولی د چين په ګان سو ولايت کې جوړ شو؟ د دغه مرکز مشر او د ګان سو ولايت د طبيعی انرژۍ د څېړنې ټولنې مشر ښاغلي شي وې هوا وويل له دی امله چې ګان سو يوه وروستې پاتې سيمه ده او په دغه سيمه کې سخته ککړتيا شوې ده، نو ياد شوی مرکز دلته جوړ شو چې په دغه سيمه کې چاپېريال ښه شي، د وګړيو وروسته پاتې نظريې بدلې او اقتصادي پرمختګ چټک شي.

له هغه تړون سره سم چې د چين حکومت او م م د صنايعو پرمختګ ټولنې له خوا په ګډه لاسليک شوی، د لمريزې انرژۍ تکنولوژۍ دغه مرکز د ګان سو ولايت د طبيعی انرژۍ د څېړنې ټولنې پر بنسټ جوړ شو. د دغه ولايت د طبيعی انرژۍ د څېړنې ټولنه په چين کې تر ټولو وختی جوړه شوې او د لمريزې انرژۍ د څېړنې لپاره لومړۍ ټولنه ده. تر اوسه پورې دغې ټولنې د لمريزې انرژۍ د کارونې يو سل او دېرش لارې چارې موندلې او شلو يې د هېواد او ولايتونو په کچه لويې جايزې تر لاسه کړې دي. ښاغلي شي ون هوا وويل دغې جايزې د اوږدې مودې راهيسی د دغې ټولنې له خوا د روزنې په برخه کې تر سره شويو نړيوالو فعاليتونو او ورسره د رامنځته شويو ښه اغېزو يوه نتيجه ده. ښاغلي شي ون هوا وايي لاتر اوسه مود د نړيوالې ټولنې لپاره د اړوندې تکنولوژۍ اووه سوه استعداد لرونکي پرسونل او اړوند حکومتي چارواکی روزلي دي. ده کسان د پنځو لويو وچو په شپږ نوی هېوادونو کې خپاره شوي دي. پر همید مهال مو په نړۍ کې د دوه يا څو اړخيزې همکارۍ ډېرې پروژې تر سره کړې چې له مخې يې په نړيواله ټولنه کې ډېرې ښې اغېزې رامنځته شوې دي.

د ګان سو ولايت د طبيعی انرژۍ د څېړنې ټولنې مرستيالې مېرمن ځانګ لان ينګ وويل ده دې امله چې زموږ زده کوونکی له هغتو بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلی چې طبيعی شرايط او اقتصادي حالات يې سره توپير لري، نو د روزنې يو نه بدليدونکی درس د دوی اړتياوې نه شي پوره کولای. د دغه مرکز د بېلا بېلو هېوادونو له توپيرونو او اړتياوو سره سم موږ دغو هېوادونو ته د لمريزې انرژۍ د کارونې بېلا بېل توليدات او د پرمختګ پلانونه برابرو. مېرمن ځانګ لان ينګ وايي زموږ په روزنه کې د تکنولوژۍ تبادلې په اړه يو شمېر فعاليتونه تر سره کېږي او د دغو فعاليتونو له لارې به د بېلا بېلو هېوادونو اړتياوې وپېژندل شي. که چيني هېوادونه وغواړي چې موږ سره همکاري وکړي، نو موږ به ورسته زياتې خبرې اترې وکړو. د بېلګې په توګه په ځينو هېوادونو کې سکاره نه شته او دغه هېوادونه د لمريزې انرژۍ له لارې د پخلي ديګونو ته اړتيا لري. نو موږ کولای شو چې دوی ته اړونده تکنولوژي ورولېږدوو. ځييني هېوادونه بريښنا ته اړتيا لري، و موږ کولای شو چې دوی ته د لمريزې انرژۍ له لارې د بريښنا توليدولو په اړه رزونه برابره کړو.

مېرمن ځانګ لان ينګ زياته کړه د لمريزې انرژۍ مرکز جوړول به نورو زياتو پرمختيايي هېوادونو ته ارزانه او معقول توليدات، تکنولوژي او پلانونه برابر کړي. د ګان سو ولايت به په راتلونکي کې اړوندې روزنې پياوړی کړي او له نورو هېوادونو او سيمو سره به د معلوماتو تبادلې او بازارونو پراخولو له لارې يو له بل سره اقتصادي همکاري پياوړې کړي چې له مخې به يې د لمريزې انرژۍ تکنولوژي په ريښتني توګه له نورو هېوادونو سره د ګان سو ولايت د تبادلې او همکارۍ پر يم مهم پله بدله شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040