يو ځل کتل د سلو ځلو اوېدو څخه ښه دي

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49
وايی چې څه دپاسه دوه زره کاله دمخه د هان په امپراطوري دوره کې د چين د خاورو مساحت ډېر پراخ و، خو سره له دې به هم له ليري ځايونو څخه ځينو بهرنيو قومونو د هان په امپراطورۍ باندی حملې کولې. د لومړي ميلادي پېړۍ په نيمايي کي د شمالي سيمو څو قومونه سره متحد شول او و يی غوښتل چه د هان په امپراطورۍ باندی بريد وکړي. د دې خبر په اورېدو سره د هان امپراطور سمدستي خپل وزيران راغونډ کړل، له دوي سره يي د مقابلې په برخه کې سلامشوري وکړي او په عين وخت کې يي د يوه سپين ږيري جنرال جاو څخه پوښتنه وکړه چې څوک د دې جګړې قوماندانې په ښه توګه کولای شی. جنرال جاو په زغرده د امپراطور استازي ته وويل چه زه به په خپله د عسکرو قومانداني په غاړه واخلم او دا ټوله سرحدي سيمه به په امن او امان کې وساتم. استازي له ده څخه پوښتنه وکړه چې ستاسي په نظر په سرحدي سيهم کی د ارامۍ ساتلو لپاره څومره عسکر په کار دي؟ جنرال جاو له لږ څه فکر نه وروسته ځواب ور کړ چه د دغې مسئلې په مقابل کی چه مونږ ته ښه معلومه نه ده، يو ځل له نژدي نه کتل له سلو ځلو اورېدو څخه هم ښه دي، نو له دې امله زه غواړم چه پخپله محاذ ته لاړ شم او د هغو ځايونو طبيعی عوارض له نژدی نه وګورم، د جګړې لپاره به يوه نقشه او پلان تياری کړم او وروسته به دربار ته راپور وړاندی کړم چه څومره عسکر په کار دي. بله ورځ جنرال جاو د ژير سيند څخه پوری ووت او د جګړې محاذ ته ورسيد. هغه وليدل چه د دښمن عسکرو څه زيات جنګي مورال نه درلود او له جګړې څخه ويريدل. دغه راز جنرال جاو دا معلومات هم تر لاسه کړل چه د دښمن د بيلا بيلو قومونو د مشرانو په منځ کی اختلافونه هم موجود وو چه دوی د هان د امپراطوري سره د جګړی کولو په برخه کې يو شان نظريی نه درلودلې. جنرال جاو د دغو تحقيقاتو اتو پلټونو په نتيجه کی يو جنګي پلان جوړ کړ او په جګړه کی يی ابتکار تر لاسه کړ. د دی متل څخه چه وايی يو ځل کتل د سلو ځلو اورېدو څخه ښه دی، څرګنديږی چه د يوي موضوع د څېړنې او پلټنې لپاره له اورېدو څخه نژدی کتل ډېر اهميت لری.
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040