د روازه پوري کوي او خپله اشتباه تامل کوي

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49
ددې متل قصه دا ده چه وايي دوه زره کاله مخکي د لويديځ هان په سلسله کي هان تين شو د يوې سيمې مشر و او هميشه يي د مامورينو مشورې او ګټور پيشنهادونه منل . هغه د دروکالو د ماموريت په موده کي د جدي حکمونو په غوره کولو سره ډول ډول قضيې حل کړې چه په نتيجه کي بد کسان او ناوړې پيښې ډيرې کميدې ، ورپسي هان تين شو د دا لي سيمي رهبر شو اود خپل ماموريت په لومړيو څو کالو کي خپلو اړوندو ولسواليو ته نه تلو . يوه ورځ يو مامور هغه ته وړانديز وکړ چه د کتنې دپاره ولسواليو ته لاړ شي څو چه محلي دوددستور له نژدي نه وګوري او د ولسوالانو د کار د برياليتوبونو معاينه وکړي . خو هان تين شو وويل چه په هره ولسوالي کي هوښيار حکمران شته او قاضي هم د ښه او بد توپير کولي شي . فکر کوم چه ليدنه کتنه دومره مهمه نه ده ، برعکس دوي ته به تکليفونه ورکړم . خو مامور بيا وويل چه اوس پسرلني کرهنه پيل شويده ، ښه به دا وي چه د کرکيلې معاينه وکړي . هان تين شو ناچاره په کتنې پيل وکړ. کله چه هغه د ګاو لين ولسوالۍ ته ورسيد، دوو وروڼو د پټې د لانجې په وجه هغه ته د حال عرض وړاندي کړ . د دغي لانجې په اثر هان تين شو خواشيني شو . هغه وويل ما د يوې سيمې د مشر په توګه د سيمې خلکو ته ښه ښوونه او روزنه نده ورکړې ، نو په نتيجه کي د پټې د لانجې په غرض د دوو سکو وروڼو د دعوې قضيه رامنځته شويده ،دا زما سهوه ده ، لازمه ده چه زه د خپلې دندې څخه استعفا وکړم ، دوهمه ورځ هان تين شو د ناروغۍ په پلمه په کور کي ګوښه تيره کړه او خپله اشتباه يي تامل کړه ، محلي مامورينو چه دغه خبر واوريده ، ډير متاثر شول او د خپلې دندې اهمال يي هم ومانه . همداشان هغه دوه وروڼه چه د پټې د لانجې دپاره يي د حال غرض وړاندي کړي و ، هم د هان تين شو د اشتباه منونکي جرات نه متاثره شول ، د يو بل سره يي پخلا کووونکي رويه غوره کړه . وروسته له دي نه محلي خلکو او مامورينو هان تين شو ته د پخوا په نسبت په ډير احترام او د اکرام په سترګو کتل . دغه متل چه وايي دروازه پوري کوي او خپله سهوه تر نظر نيسي ، په ځان باندي د انتقاد مفهوم لري .
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040