خپل توان نه پيژني

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49
د چين د زو جوان په نامه يو تاريخي کتاب کي دا کيسه ليکل شوې وه چه وايي دوه زره کاله دمخه د مرکزي چين د جن په نامه ملک او دده د ګاونډي هيواد شي ملک ترمنځ يو وار شخړه وشوه ، خو د سي ملک پاچا و نه غوښتل چه د خبرو اترو له لاري شخړه حل کړي ، بلکې په باطجله توګه يي په جن باندي جګړه تحميله کړه . د جن ملک مجبورا د شي سره کلکه مقابله وکړه او په پاي کي د شي ملک عسکرو سخته ماتي وخوړله ، علت يي دا و چه دوي لاندينې پنځه اشتباه ګان کړيدي چه لومړي دوي د جن ملک په مقايسه خپل حيثيت او اعتبار په سمه توګه ندي اټکل کړي ، دوهم دوي خپل توان او قوت په ښه شان سره ندي پيژندلی ، ، دريم که څه هم د دواړو هيوادونو پاجايان د يوې کورنۍ خپلوان دي ، خو يو د بل سره يي نژدي رابطه نده ټينګه کړې ، څلورم د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کيدو علتونه ښه ندي تحليل شوي ، پنځم دوي دواړو خپل اشتباه ګان ندي پيژندلي ، په دي تاريخي کتاب کي داسي ليکل شوي هم وو چه د شي ملک پاچا پورتني پنځه اشتباه ګان کړي ، خو لا هم په ګاونډي هيواد باندي يي حمله وکړه ، نو جوته ده چه د شي ملک به ژر نيست شي . رښتيا وه چه څو کاله وروسته د شي ملک د څو نومي يو بل ګاونډي هيواد لخوا تسخير شو . له دي کيسې نه د پنځو اشتباه ګانو څخه يوه اشتباه د خپل توان نه پيژندل وو چه دغه متل له همدې کيسې نه راغی . ددي متل په شان نور دوه متلونه هم شته چه يو يي أخوندک د ګاډي د حرکت مخه نيسي او بل يي ميږي لويه ونه ښوروي . اخوندک او ميږي دواړه وړوکي چينجي دي او اخوندک بالکل توان نه لري چه د ګاډي د حرکت مخه ونيسي ، په بله ژبه ميږي هم د لويې ونې د ښورولو توان نه لري ، نو هر څوک بايد د خپل توان په اندازه کار کوي ، که څوک خپل توان نه پيژني ، نو حتما به په خپل کار کي اشتباه پيدا کړي او ناکام به شي
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040