سترګې خپل باڼو نشي ليدلی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49

دوه زره کاله دمخه د چين په جنوب کي د يو نومي مملکت پاچا چه وو جيانګ نوميده ، ددي دپاره چه د چين په مرکزي سيمو کي د بادارۍ مقام ولټوي ، په خپلو شمالي او لويديځو ګاونډيو ملکونو چي او څو باندي د حملې په تدارک تياري ونيوله ٠ د چي پاچا د يو مملکت په خيال خبر شو ، سمدستي يي يو استازی د يو مملکت ته وروليږه ٠ هغه د يو پاچا ته وويل تر څو چه تاسي د څو ملک تسخير نه کړي ، د بادارۍ مقام نيشي يترلاسه کولی ٠ زما په فکر تاسي ځکه په څو باندي بريد نه کوي چه ښايي د هان او وي ملکونو د ملاتړ نه به محروم شي ، مګر په دي پوه نه شوم چه تاسي ولي هان او وي ته دومره د قدر په سترګه ګوري ؟ د يو پاچا ځواب ورکړ چه زه يوازي دا هيله لرم چه هان او ويي دواړه بي طرفه پاتيشي او زمونږ په مقابل کي دي و نه دريږي ، ايا دوي زمونږ په ښارونو باندي حمله کوي شي ؟ د اوسنيو نظامي حالاتو له نظره اوس هان او وي ته دا ښه موقع راغلي ده چه د څو زمکي لاس ته راوړي ٠ زما په نظر دوي به ژر يا وروسته پر څو باندي بريد وکړي ٠ د چي استازي وويل چه زما د اټکل نه وتلي خبره ده چه تاسي يو تنګ نظره شخصيت وګڼم ، خو ما تل هغې رويې ته په سپکه کتلی دی چه عقل د سترګو په شان استعمالوي ځکه چه که څه هم سترګې د بدن يو کوچنی ويښته هم ليدلي شي ، خو خپل باڼو نشي ليدلی ٠ اوس تاسو ته د هان او وي دوو ملکونو سهوه ښکاري ، خو خپله اشتباه نه ښکاري ٠ تاسي په دې انتظار کي ياست چه هان او وي په څو ملک باندي بريد وکړي ٠ ستاسي دغه سهوه لکه د کسترګو په شان ده چه کوچني ويښتان ليدلاي شي ، خو خپل باڼو نشي ليدلی ٠ تاسي بايد سمدستي په څو باندي سخته حمله وکړي او د هغه هيواد د وريجو او لرګيو توليدي سيمې ونيسي ، نو د بادارۍ مقام د استقرار په غرض ستاسي بنسټ ټينګيداي شي ٠ د چي استازي دغه خبرې د يو په پاچا باندي ډير متاثر شو او په چي باندي د حملې خيال پرښودل شو ٠ وروسته يي په څو باندي سخت بريد وکړ ، خو شکست يي وخړ او ځان يي هم وواژه .دا متل په هغو کسانو اطلاق کوي چه خپلې سهوې نه ګوري ، د نورو عيبونو ته ګوته نيسي ٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040