په خندا کي خنجر پټ دی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49

دغه متل ديارلس سوه کاله دمخه د چين د تانګ سلسلې د لومړي امپراطور په وخت کي د لي يي فو نومي سړي څخه راغی ، وايي چه لي يي فو له غريبې کورنۍ څخه وزيږيده ، خو د خپلو زيارونو له برکته له سلطنتي امتحان څخه بريالي وتلی و او د ټيټې درجې مامور په حيث مقرر شو . ورپسې ددې سلسلې دوهم امپراطور په تخت باندي کيناست ، د چاپلوسي په واسطه يي لي يي فو لوړې رتبې ته ترفيع کړه او څو کاله بيا يي د وزير په حيث وټاکل شو . لي يي فو په ظاهره ډير مهربان او مودب صورت درلود او هميشه مسکي ښکاريده ، خو زړه يي ډير حيله ناک او بي رحم و . مثلا هغه خبر واخيست چه په بنديخانه کي يوه ښکلي ښځه بندي شوه ، ددي دپاره چه بندي شوي ښځه لاس ته راوړي ، د بنديخاني مشر ته امر ورکړ چه بندي شوی ښځه خوشي کړي ، ورپسې دغه دسيسه روښانه شوه ، د لي يي فو د تهديد په اثر د بنديخاني مشر د مجازاتو څخه د بچ کولو دپاره مجبورأ ځان وواژه . خو لي يي فو بيخي بي اعتنا و او ګمان يي کاوه چه د بنديخاني مشر مړ شويدی ، ددې پيښې له مسئوليت څخه ځان بچ کولي شوای ، وروسته تر هغه وخته چه د څارنوالي عالي رتبه مامور ددی پيښې اصلي بڼه لاس ته راوړه ، امپراطور ته يي په خپله عريضه کي خبر ورکړ چه لي يي فو ددي دوسيې اصلي مجرم دی ، له امپراطور څخه يي وغوښتل چه لي يي فو ته سخته سزا ورکړي . برعکس يي د څارنوال رتبه او مقام تنزل کړ او ليري ځاي ته يي وليږه . له دي نه وروسه لي يي فو نور زيات بد بد کارونه کړي وو ، بالاخره امپراطور د لي يي فو اصلي بڼه وپيژندله او لي يي فو او دده زوي هم لير ځاي ته تبعيد وکړ ، خو په پاي کي لي يي فو دعمومي بخښنې له امله بيرته خپل کور ته وليږل شو . خو پايتخت ته دده دستنيدو جواز نه و . دغه متل چه په خندا کي خنجر پټ دی ، هغو کسانو ته تشبيه ورکوي چه په ظاهره مهربان او په زړه کي حيله ناک او بي رحم دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040