خپل توان نه پېژنی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49

د زو جوان په نامه يوه تاريخی کتاب کې دا کيسه ليکل شوی وه چې وايی دوه زره کاله دمه د مرکزی چين د جن ملک او د ده د ګاونډي هېواد شی ملک ترمنځ يو وار شخړه وشوه، خو د شی ملک پاچا و نه غوښتل چې د خبرو اترو له لارې شخړه حل کړي، بلکې په باعجله توګه يې په جن باندی جګړه تحميله کړه. د جن ملک مجبورأ له شی سره کلکه مقابله وکړه او په پای کې د شی ملک عسکرو سخت شکست وخوړ او وتښتېدل. په هغه وخت کې داسی تبصره واورېدله شوه چې د شی ملک ځکه ماتی وخوړه، علت يی دا و چې دوی لانديني پنځه استباه ګان کړي دي چې لومړی دوی د جن ملک په مقايسه خپل حيثيت او اعتبار په سمه توګه ندی اټکل کړی، دوهم دوی خپل توان او ځواک په ښه شان سره ندی پېژندلی، درېيم که څه هم د دواړو هېوادونو پاچايان د يوې کورنۍ خپلوان دي، خو يو له بل سره يې نژدی اړيکې نه دي ټينګې کړي، څلورم د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو علتونه ښه نه دي تحليل شوي، پنځم دوی دواړو خپل اشتباه ګان نه دي پېژندلي. په دې تاريخی کتاب کې داسی ليکل شوي هم وو چې د شی ملک پاچا پورتنی پنځه اشتباه ګان کړي، خو لا هم په ګاونډي هېواد باندی يی حمله وکړه، نو جوته ده چې د شی ملک به ژر نيست شی. رښتيا وه چې څو کاله وروسته د شی ملک د يوه بل ګاونډي هېواد د چو له خوا تسخير شو. له دې کيسې څخه د پنځو اشتباه ګانو څخه يوه اشتباه د خپل توان نه پېژندل وو چې دغه متل له همدې کيسې نه راغی. د دې متل په شان نور دوه متلونه هم شته چې يو يې اخوندک د ګاډی د حرکت مخه نيسی او بل يی ميږی لويه و نه ښوروی. اخوندک او ميږی دواړه وړونکي چينجی دي او اخوندک بالکل توان نه لری چې د ګاډۍ د حرکت مخه ونيسی، په بله ژبه ميږی هم د لويې ونې د ښورول توان نه لری. نو هر څوک بايد د خپل توان په اندازه کار کوی. که څوک خپل توان نه پېژنی،نو حتمأ به په خپل کار کې اشتباه پيدا کړی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040