د چين د ٌ جنګ پوٌ قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

ٌ جنګ پو ٌ قوم يو لکو نولس زره تنه نفوس لری چه په عمده توګه د جنوب لويديځ چين د يون نان ولايت د ده هونګ په نامه د ٌ دای ٌ او ٌ جنګ پو ٌ قومونو په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښی اوسيږی او اکثرأ پر څو ارباب الانواعو باندی عقيده لری ٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠

د ٌ جنګ پو ٌ قوم د روايتونو او د چين د تاريخی اسنادو له مخی، د دی قوم اسلافو اصلأ د چين د چينګهای او تبت د لوړ ځای په جنوبی برخه کښی ژوند کاوه، وروسته يی ګام په ګام جنوبی خوا ته کډه کړې او اوسنی اوسيدونکی سيمې ته رسيدلی دی ٠

د ٌ جنګ پو ٌ د قوم د خلکو کورونه له باڼسو او لرګيو څخه جوړيږی او دوه پوړيزې ودانی دی چه پاسنی پوړ يی د کور د غړو استوګنځی او لاندينی پوړ يی د کورنيو مرغانو او ژويو د روزلو دپاره دی٠ د دوی کورونه عمومأ په هرو شپږو يا اوو کالو کښی يو ځل ترميميږی، که څوک نوی کور جوړ کړی، ټول کليوالان به ورسره مرسته وکړی، کله چه د نوی کور جوړول پای ته ورسيږی، نو د کور خاوند په ډزو سره کليوالو ته زيری ورکوی او ټول کليوال د هغه کور ته ځی او د سندرې ويلو او نڅا کولو له لاری د کور خاوند ته مبارکی څرګندوی ٠

د ٌ جنګ پو ٌ د قوم ښځې عمومأ له تورو مخملی ټوکرانو څخه جوړشوی لنډ کميسونه او له سرو وړينو تارونو څخه اودل شوی لمن اغوندی، د کميس مخکښنی برخه په نقره يی سينګارونو ښکلی کيږی، په ملا يی يو سور کمربند تړل کيږی، پړکی يی په سرو پايتاوو پيچل کيږی، په سر هغه خولۍ کوی چه هم له سرو وړينو تارونو څخه اودل شوی او په نقره يی سينګارونه ښکلی شويدی ٠

د دی قوم نارينه عمومأ تور لنډ کميسونه او لنډ پطلونونه اغوندی، سپين ږيري يی داسی اوږده کوڅۍ ساتی چه سر يی تاووی او په تور ټوګر خپل سر پيچی، خو ځوانان په سپين ټوګر خپل سر پيچی٠ کله چه نارينه وې له کور څخه ځی، حتمأ اوږد چاقو يا اوږد ټوپک او ښکلی بکس له ځان سره وړی٠

د ٌ جنګ پو ٌ د قوم خلک عمومأ وريجی او وحشی سابه خوری٠ ميده سابه د دوی يو ډول خصوصيت لرونکی خوراک دی٠ دوی هغه وحشی سابه د مينځلو او چمتو کولو نه وروسته له لوبيا ، ادرک، مرچو او مالګی سره يو ځای بغری ته اچوی او د چومبی په وسيله يی ميدوی٠ دغه ميده شوی سبزی ډير خوندوار دی او تل د ميلمنو په وياړ کورنی ميلمستيا کښی استعماليږی٠

د دی قوم تر ټولو لوی عنعنوی اختر د خپل قوم د بيلا بيلو څانګو او قبائلو ستره هنری غونډه ده او عمومأ د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال د لومړی مياشتې په پنځلسمه او شپاړسمه ورځ کښی جوړيږی چه د نمانځنې د ميدان په مرکز کښی څلور هغه لوړ ستونونه ولاړ وی چه ورباندی لمر، غرونه او کږې کرښې کښل شوی وی٠ له دغو تصويرونو څخه لمر دا معنی لری چه د ٌ جنګ پو ٌ د قوم خلک د لمر د رب نسلونه دی، غرونه د دی قوم د اسلافو د اجدادی کور يعنی د چين د چينګهای او تبت د فلات نښه ده او کږې کرښې د دی قوم د اسلافو د کډې د تهير معنی لری او د دی عنعنوی اختر د نمانځنې په وخت کښی د خلکو د نڅا تګلارې هم څرګندوی٠ د سندرې ويلو او نڅا کولو په وخت کښی نارينه اوږد چاکو ښوروی او ښځې رنګا رنګ دسمالونه او ښکلی پکی يا ببوزی ښوروی٠ دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، تاسو همدااوس د چين د جنګ پو قوم په باب څه معلومات واوريدل٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040