د ٌ لی ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د چين د ٌ لی ٌ قوم نفوس څه نا څه يو مليونو يو لکو دوولس زره تنه دی او په عمده توګه د چين د جنوب د های نان ولايت په څو ولسواليو او ښارونوکښی اوسيږی٠ ان په قبلالميلادی دوهمه پيړۍ کښی د دی قوم اسلافو د های نان په ټاپو کښی ژوند کاوه٠ د ٌ لی ٌ قوم خپله ژبه لری، خو قومی ليک دود نه لری چه د چين دملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ د دی قوم هيوادوال په عمده توګه د خپلو اسلافو او طبيعت پرستش کوی٠

د ٌ لی ٌ قوم د کورونو عنعنوی ودانی د يوې سرچپې بيړۍ په شان دی ، ديوالونه يی له باڼسو او لرګيو څخه جوړې شوی او بام يی په پروړو پوښ شويدی٠ په کور کښی د ډوډۍ د پخولو دپاره لوی نغری شته او د نغری دپاسه يوه ټکرۍ ځوړندی چه د باڼسو له تختو څخه جوړه شوی او پر هغې باندی خوراکونه وچيدای شی٠ په دغو کورونو کښی د کوټو د بيليدو ديوال او کټونه نشته او د کورنۍ غړی عمومأ د نغری تر څنګه پر مځکې باندی پوزې غوړوی او ورباندی خوب کوی٠ خو اوس د ٌ لی ٌ د قوم په سيمو کښی نوموړی کورونه ډير لږ ليدل کيږی او اکثره کورونه يی له خښتو او کاشيو څخه جوړيږی٠

د ٌ لی ٌ د قوم لباسونه عمومأ د پمبه ئی او کرباسی ټوکرو څخه جوړيږی٠ د دی قوم ښځې اکثرأ ګريوان نه لرونکی کميس او اوږده لمن اغوندی او پر لمنې باندی يی ښکلی ګلدوزی شته ٠ د ٌ لی ٌ د قوم وريښمين ټوکران د دی قوم مشهور صنعتی مصنوعات ګڼل کيږی چه ډير ښکلی دی او قيمتی هنری ارزښت لری٠

د دی قوم هيوادوال د ارېکه په نامه د يو ډول وچې ميوې له ژوولو سره ډيره مينه او شوق لری ٠ ٌ ارېکه ٌ د ميلمنو د هرکلی او د ځوانانو او نجونو د کوزدې دپاره لازمی ښې تحفې دی٠د خبر له مخی، ٌ ارېکه ٌ له هاضمې سره د مرستې، د وينو د فشار د ټيټولو او د خوښۍ د راوستلو دپاره ښه رول لوبولای شی٠

د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د دريمې مياشتې دريمه ورځ د ٌ لی ٌ د قوم عنعنوی اختر دی٠ د اختر په ورځ کښی د بيلا بيلو کليو کليوال د اسلافو د يادونې مراسم پرځای کوی، ځوانان او نجونی د ښکلو کاليو په اغوستلو سره راغونډيږی او په جلا جلا توګه د سندرو ويلو له لاری خپل معشوق يا معشوقه پيدا کوی، ورپسی دوه په دوه ځنګلونو يا د غرنيو سيندونو غاړو ته ځی تر څو چه هلته يو بل ته د مينې احساسات څرګند کړی٠ د اختر په شپه په بيلا بيلو کليو کښی اور بليږی او کليوال د اور په شاوخوا کښی په خوښۍ سره لوبه او نڅا کوی٠ د سپيدی د چاوديدو نه مخکښی معشوق له معشوقې سره خدای پامانی کوی، يو بل ته عشقی تحفې ورکوی او مشوره کوی چه د راتلونکی کال د دريمې مياشتې په دريمه ورځ به سره بيا وګوری٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040