د اورېدو لپاره غوږونه مينځی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

وايی چې په لرغونی زمانه کې يو هوښيار سړی چې حيو يو نوميده او سياسی جاه طلبی يی نه درلوده، امپراطور ړاو غوښتل چې خپل شاهی تخت حيو يو ته ورکړی، خو حيو يو نه يوازی دا چې د امپراطور غوښتنه يی رده کړه، بلکې سمدستی د چی غره ته وتښتيده او له دنيا څخه يی ګوښه نيشنی اختيار کړه. په هغه وخت کې امپراطور ړاو ګمان کاوه چې حيو يو متواضع شوی دی، نو د ده ډيره درناوی يی وکړه او بيا يی خاص استازی وروليږه. استازي حيو يو ته وويل چې که شاهی تخت و نه منی، نو مهربانی وکړئ چې د ايالت د مشر دنده پر غاړه واخلی. مګر حيو يو دا خبره واوريده، نو هم په غصه شو او سمدلاسه يی د سيند غاړې ته منډی کړی او په اوبو يی غوږونه ومينځل ځکه چې د ده په أند د استازي د خبرو په اورېدو سره د ده غوږونه ککړ شوی دی. په همدې وخت کې د حيو يو ملګری چې حاو فو نوميده او هم د چی په غره کې يی د ګوښه توب ژوند کاوه، د يوې غواګې د کشولو سره د سيند غاړې ته ورسيد، نو له حيو يو څخه يی پوښتنه وکړه چې دلته څه کوئ؟ حيو يو ځواب ورکړ او و يی ويل چې ناپاکی خبرې زما غوږونو ته داخلی شوي دي، نو مجبورأ خپل غوږونه مينځم. حاو فو په ملنډو ور ته وويل چې دا بالکل ستاسو ګنا ده چې شهرت دی په بهر کې ډير لوړ شوی او د نورو توجه ستا خوا ته راجلبه شوې ده، نو اوس تکليفونه هم در ته راپيدا شوی دی، د خپلو غوږونو مينځل هېڅ ګټه نه لری، لاړ شه! زما د غواګې خوله ته ککړتيا مه رسوه. حاو فو چې خپلې خبرې ختمې کړې، د سيند پاسنی برخې ته لاړ. له دې کيسې څخه د غوږونو د پاکولو جمله راغلې ده، خو وروسته دغه جمله په هغه وخت کې استعماليږی چې د نورو ډيره درناوی کوی. دغه متل چې د نورو د خبرو اورېدو لپاره خپل غوږونه مينځی، محتاطه او متواضع خبره ده، معنی يی په دقت سره د نورو د ګټورو خبرو او ښکلو نغمو اوريدل دي، نه دا چې په رښتيا خپل غوږونه مينځی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040